ملګري ملتونه 23 جنوری(اے پی پی) پاكستان په هېټي كښې په ناوړه وضعه قابو موندلو له د يوې مضبوطې تګلارې جوړولو په حاجت زور راوړے۔ په هېټي كښې په بنيادي توګه پلازمينه پورټ او پرنس كښې د جرائم پېشه ډلو د تشدد روانو كارروائيو د لاسه جمهوري ادارې بحالولو له د سياسي منتقلۍ عمل روان دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د دې ناوړه وضعې …
په هېټي كښې په ناوړه وضعه قابو موندلو له زړه ور اېكشن پلان ته ضرورت دے : پاكستان
ملګري ملتونه 23 جنوری(اے پی پی) پاكستان په هېټي كښې په ناوړه وضعه قابو موندلو له د يوې مضبوطې تګلارې جوړولو په حاجت زور راوړے۔ په هېټي كښې په بنيادي توګه پلازمينه پورټ او پرنس كښې د جرائم پېشه ډلو د تشدد روانو كارروائيو د لاسه جمهوري ادارې بحالولو له د سياسي منتقلۍ عمل روان دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د دې ناوړه وضعې په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غونډې ته ووئيل د هېټي وضعه پرله پسې زياته خرابېدو پلو روانه ده۔ ده ووئيل د هېټي د سياسي مشرتابه بنيادي ذمه واري ده چې هغه د هېواد سباؤن لپاره يوه ښكاره تګلاره وضعه كړي او اولس هيله مند كړي۔ ده زياته كړه چې تلپاتې سلامتيا بحالولو او په بشري چېلنجونو قابو موندلو له پورته كېدونكو ګامونو كښې د هېټي مشرتابه شموليت ضروري دے۔ پاكستاني استازي ګېنګز او نورو شدت پسند ډلو ته د وسلو په مخنيوي زور راوړو۔ پاکستانی مندوب د كينيا ٬ جمېكا ٬ بهاماس ٬ بېليز او ګوئټې مالا په هېټي كښې په زياتېدونكي تشدد قابو موندلو له د ملګرو ملتونو په ملټی نېشنل سکیورټی سپورټ مشن (اېم اېس اېس) كښې خذمات ترسره كول وستائېل۔ ده ووئيل مونږ ګوئټے مالا څخه د 150 امنيتي اهلكارو او كينيا څخه د 200 اضافي عسكرو تعيناتي خوشبينه ګرځوو۔پاكستاني مندوب په ډاګه كړه چې يو داسې مضبوط اېكشن پلان ته اړتيا ده كوم چې هېټي ته د پېښو چېلنجونو ځواب وركړؤے شي۔











