پېرس۔ 22 جنوري (اے پي پي) دوه فرانسوي تحقيقاتي مجسټرېټس د سوريه پخواني صدر بشارالاسد د انسانيت په ضد جرائم كښې د لاس لرنې په سبب د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړے دے ۔ د اے ايف پي تر مخه دا د فرانسوي عداليه د اړخه د دې نوعيت دويم اقدام دے ۔ جاري وارنټ د بشارلاسد د وسله والو ځواكونو د كمانډر انچيف په حېث په 2017 كښې دارا ښار …
فرانس كښې د سوريه پخواني صدر بشار الاسد د ګرفتارۍ وارنټ جاري شو

مزید خبریں
پېرس۔ 22 جنوري (اے پي پي) دوه فرانسوي تحقيقاتي مجسټرېټس د سوريه پخواني صدر بشارالاسد د انسانيت په ضد جرائم كښې د لاس لرنې په سبب د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړے دے ۔ د اے ايف پي تر مخه دا د فرانسوي عداليه د اړخه د دې نوعيت دويم اقدام دے ۔ جاري وارنټ د بشارلاسد د وسله والو ځواكونو د كمانډر انچيف په حېث په 2017 كښې دارا ښار كښې د يو شامي نژاد فرانسوي وګري وژنه كښې د لاس لرلو په توګه جاري كړے شوے۔ د ګرفتارۍ وارنټ د 59 كلن صالح ابونابوت په كور په 7 جون 2017 د سوريه پوځ د چورلكو څخه د بمبارۍ كولو او د هغه د وژنې پلټنو په لړ كښې جاري كړے شوے ۔ د عدالتي زرائع تر مخه د فرانسوي عدليه خيال دے چې بشار الاسد نه يوازې د دغې بريد حكم جاري كړے ؤ بلكې د بريد لپاره يې اسانۍ هم وركړې وې ۔ په دې كېس كښې فرانسوي عدليه ج وړاندې نه د 6 پوځي افسرانو د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړې دي۔ د دې كېس پلټنې په 2018 كښې پېل شوې وې ۔ د صالح ابو نات زوي عمر ابو نات وئېلي دي ما او زمونږ كورنۍ دې كېس كښې د وړاندې نه د انصاف ترلاسه كېدو هيله لرله۔ ده ووئېل زه هيله لرم چې دې كېس كښې به مقدمه وچلوې شي او د جرائم اقرار كوونكې به ونيولې شي او سزا به وركړې شي۔









