رياض 22 جنوري (اے پي پي) د سعودي کابينې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ له په صدارتي سوګند پورته كولو مبارکي وركولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه مثالي اړيكي ستائېلي دي۔کابينې غونډه په العلا كښې د ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې وشوه۔د سعودي پرېس ايجنسۍ ’ايس پي اے‘ سره خبرو كښې د اطلاعات وزير سلمان الدوسري ووئيل د کابينې غړو غزه پټي كښې د …
د سعودي کابينې صدر ټرمپ له په سوګند پورته كولو مباركي وركړه

مزید خبریں
رياض 22 جنوري (اے پي پي) د سعودي کابينې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ له په صدارتي سوګند پورته كولو مبارکي وركولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه مثالي اړيكي ستائېلي دي۔کابينې غونډه په العلا كښې د ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې وشوه۔د سعودي پرېس ايجنسۍ ’ايس پي اے‘ سره خبرو كښې د اطلاعات وزير سلمان الدوسري ووئيل د کابينې غړو غزه پټي كښې د جنګ بندۍ لوظنامه خوشبينه ګرځولو سره هيله څرګنده كړه چې د لوظنامي سره به په مستقل بنيادونو د جنګ خاتمې او د فلسطين اولس د حقونو تحفظ باوري شي ٬ دې سره د 1967 پولو له مخې آزاد او د خپلواكه فلسطيني رياست جوړول شامل دې د كوم پايه تخت چې بيت المقدس دے۔د کابينې غړو د هېواد په كوربتوب كښې شوي بېل نړيوال کنفرنسز په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې حج کانفرنس او نندارتون سرفهرست وؤ۔د اطلاعات وزير له مخې د کابينې غونډه كښې په رياض كښې كيدونكي د کان کني کنفرنس څلورم ايډېشن په کارروائيو بحث وشو چې پكښې د 107 ارب رالې 126 لوظنامې او مفاهمتي يادداښتونه لاس ليك شول۔









