رياض 22 جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير فيصل بن فرحان په ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم كلنې غونډې په موقع د ليبيا قامي حکومت وزيراعظم عبدالحميد الدبيبه سره ملاقات کړے۔اېس پي اے له مخې ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستلے شوے او د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څركندونه شوې۔دې نه ځانله شهزاده فيصل بن …
د سعودي خارجه وزير ډيووس كښې د ليبيا، ناروے او تيونس لارښودو سره ملاقاتونه

مزید خبریں
رياض 22 جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير فيصل بن فرحان په ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم كلنې غونډې په موقع د ليبيا قامي حکومت وزيراعظم عبدالحميد الدبيبه سره ملاقات کړے۔اېس پي اے له مخې ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستلے شوے او د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څركندونه شوې۔دې نه ځانله شهزاده فيصل بن فرحان ډيووس كښې د ناروے خارجه وزير ايسپين بارتھ ايډے سره هم ملاقات وکړو ۔ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو ، سيمه ايز او نړيوال صورتحال او په دې اړه په هڅو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔شهزاده فيصل بن فرحان او د تيونس همڅنګ محمد النفطي په ملاقات كښې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو په تګلارو ، سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبري اترې وكړې۔ د سعودي سفارتخانې ناظم الامور داود االمسھر او خارجه وزير دفتر اسسټنټ ډائريکټر جنرل وليد اسماعيل هم په دې مهال موجود وو۔









