اسلام آباد۔21جنوري (اے پي پي ) د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ په امریکا كښې په امیګریشن او سیاسي پناہ سخت نوي بندېزونه اعلانولو سره د امریکا په میکسیکو پوله د پوځ په حائے کولو حکم جاري كړے دے٬ ده ووئېل د وطن پرېښودونكو پیدائشي د امریکې د شهریت حق ختمولو لپاره به هڅې كوو ۔د اے ایف پي تر مخه صدر ټرمپ په اوول آفس كښې يو مهم پریس کانفرنس …
صدر ټرمپ په امیګریشن او سیاسي پناہ اغستو د بندېز اعلان وكړو ، د امریکا میکسیکو پولې ته د پوځ لېږلو امر ، هنګامي حالت نافذ كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔21جنوري (اے پي پي ) د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ په امریکا كښې په امیګریشن او سیاسي پناہ سخت نوي بندېزونه اعلانولو سره د امریکا په میکسیکو پوله د پوځ په حائے کولو حکم جاري كړے دے٬ ده ووئېل د وطن پرېښودونكو پیدائشي د امریکې د شهریت حق ختمولو لپاره به هڅې كوو ۔د اے ایف پي تر مخه صدر ټرمپ په اوول آفس كښې يو مهم پریس کانفرنس كښې په سوئېلي سرحد د قامي هنګامي حالت نافذولو اعلان وكړو ۔ ده د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې ووئېل د امریکا آئین كښې درج پیدائشي د امریکې د شهریت حق بدلولو اقدام كښې د سختو قانوني چیلنجونو سره مخ كېدے شوو خو ده ووئېل ماته ښكاري چې زمونږ سره ښه بنیادونه شته ۔ ده ووئېل زه د قانوني امیګریشن نه هيڅ مسئله نه لرم ، مونږ خلقو ته ضرورت لرو او زه د دې سره بيخي سم يم خو خلقو له به قانوني امیګریشن تر لاسه كول وي ۔ ده ووئېل ټولې غیر قانوني داخلې به سمدستي ايسارول وي او مونږ به د لاکھونو غیر ملکیانو د هغوي خپلو ځايونو ته د بېرته لېږلو عمل شروع کوو د كوم ځائے نه چې دوي په غېر قانوني ټوګه راغلي وو ۔ د ټرمپ مهم مشیر او د اینټي امیګریشن نوموړي اسټیفن ملر په ایکس وئېلي دي امریکې ته د راتللو خوښي لرونكې ټولو غیر قانوني غیر ملکیانو له اوس بېرته ستنېدل غواړي ، د اجازې نه غېر امریکې ته داخلېدونكې د قانوني کارروائۍ او هېواد پړیښودلو سره مخ كېدے شي ۔کیلي ووئېل ټرمپ انتظامیه به ’’میکسیکو كښې اوسئ‘‘ پالیسي هم بحال کوي كومه چې د ټرمپ په وړومبۍ انتظامیه كښې رائج وه ۔د دغې اصول تر مخه چې كوم خلق د میکسیکو په سرحد ریاست هائے متحدہ امریکا ته د راتللو درخواست وركوي، هغوي ته هغه وخت د داسې كولو اجازه نه وه تر څو جې به د هغوي د درخواست پرېكړه نه وه شوې۔










