انقره 21جنوري (اے پي پي ) د ترکیه سکي ریزارټ هوټل كښې د اور لګېدو نه 10 كسان مړه شوي او 32 ژوبل شوي دي ۔ ترک داخله وزير علي یرلیکایا ووئېل په مينځني ولايت بولو كښې د ترکيه په مشهور سکي ریزارټ هوټل كښې د نهې په ورځ سهار اور لمبې وكړې چې پكښې 10 كسان مړه او او 32 ژوبل شول ۔ علی یرلیکایا په ایکس ووئېل د …
ترکیه ، په هوټل كښې د اور لګېدو نه 10 كسان مړه شول ، 32 ژوبل شول

مزید خبریں
انقره 21جنوري (اے پي پي ) د ترکیه سکي ریزارټ هوټل كښې د اور لګېدو نه 10 كسان مړه شوي او 32 ژوبل شوي دي ۔ ترک داخله وزير علي یرلیکایا ووئېل په مينځني ولايت بولو كښې د ترکيه په مشهور سکي ریزارټ هوټل كښې د نهې په ورځ سهار اور لمبې وكړې چې پكښې 10 كسان مړه او او 32 ژوبل شول ۔ علی یرلیکایا په ایکس ووئېل د غر په څوكه جوړ هوټل 12 منزله د ګرینډ کارټل هوټل په کارتالکیا سکي ریزورټ برخه كښې سهار 3 بجې او 27 منټه باندې اور ولګېد ۔ د یرلیکایا تر مخه فائر فائټرز سمدستي د اور مړ كولو ھلې ځلې وكړې ۔ دا سمدستي واضحه نه شوه چې اور په څه ولګېد۔ مقامي میډیا ووئېل د اورې لګېدو په مهال هوټل كښې 234 كسان مېشته وو ۔










