كابل۔ 20 جنوري (اے پي پي) د طالبانو سينئر لارښود شېر عباس ستانكزي په اولسي كچه پخپله وېنا كښې پخپل سپريم ليډر زور راوړے چې هغه د افغان مېرمنو او انجونو د تعليم نه لګولے بندېز پورته كړي۔ ځكه چې دا كوم جواز نه لري۔ د اېسوسي ايټډ پرېس تر مخه د خارجه وزارت پوليټېكل ډپټي شېر عباس ستانكزي دا خبره د خالي په ورځ په سوئېلي ختيز ولايت خوست …
د افغان مېرمنو او انجونو په تعليم د بندېز كوم جواز نشته ٬ شېر عباس ستانكزے
كابل۔ 20 جنوري (اے پي پي) د طالبانو سينئر لارښود شېر عباس ستانكزي په اولسي كچه پخپله وېنا كښې پخپل سپريم ليډر زور راوړے چې هغه د افغان مېرمنو او انجونو د تعليم نه لګولے بندېز پورته كړي۔ ځكه چې دا كوم جواز نه لري۔ د اېسوسي ايټډ پرېس تر مخه د خارجه وزارت پوليټېكل ډپټي شېر عباس ستانكزي دا خبره د خالي په ورځ په سوئېلي ختيز ولايت خوست كښې يوه وېنا كښې وكړه۔ده د يوې مدرسې دستورې ته وېنا كښې ووئېل د مېرمنو او انجونو د تعليم نه د انكار هيڅ سبب نشته لكه څنګه چې پخوا كوم جواز نه ؤ ٬ نو اوس هم داسې نه دي كول پكار۔ واضحه دې وي چې افغان حكومت مېرمنې د شپږم ټولي نه پس د تعليم تر لاسه كولو نه ايسارې كړې دي۔ په تېر ستمبر كښې داسې خبرونه راغلي وو چې چارواكو د مېرمنو لپاره طبي تربيت او كورسز هم ايسار كرې وو ۔ په افغانستان كښې د مېرمنو او انجونو علاج يوازې مېرمنې ډاكټرانې او د روغتيا كار پوهه كولې شي۔چارواكو تر اوسه په طبي تربيه د بندېز تصديق نه دې كړے ۔ شېر عباس ستانكزي په سوشل مېډيا پلېټ فارم ايكس خپل آفېشل اكاونټ څخه وركړې يوه وېډيو كښې ووئېل مونږ د مشرتابه نه بيا د تعليم دروازې برانستلو غوښتنه كوو۔ مونږ د څلور كروړه ودانۍ د دوه كروړه خلقو سره نا انصافي كوو ٬ دا په اسلامي قانون كښې نشته بلكې زمونږ ذاتي خوښه او فطرت دے۔ شېر عباس ستانكزے په يوه زمانه كښې په هغه خبرو اترو كښې د طالبانو د ډلې مشر ؤ د كومو په وجه چې د افغانستان نه د غېر ملكي ځواكونو مكمل وتل ممكن شوي وو۔ دا وړومبے ځل نه دے چې هغه ووئېل چې مېرمنې او انجونه د تعليم مستحقې دي ۔ هغه داسې خبرې په 2022 كښې هم كړې وې ۔ د كرائسز جنوبي اشيا پروګرام تجزيه كار ابراهيم بهيس ووئېل شېر عباس ستانكزے وخت په وخت د انجونو تعليم د افغان مېرمنو حق ګرځوي او بيانونه وركوي۔ ۔ ابراهيم ووئېل دا يو تازه بيان دے ځكه مهم دے چې هغه په اولسي كچه د پاليسۍ بدلولو خبره كوي او په موجوده نقطه نظر پوښتنې رامخې ته كوي۔











