واشنګټن ۔ 20 جنوري (اے پي پي) د امرېكې نوي ټاكلي شوي صدر ډونلډ ټرمپ د سوګند بورته كولو دستورې نه يوه ورځ وړاندې واشنګټن كښې يو لاريون ته خطاب وكړو او په لاكهونو هېواد پرېښودونكو ويستلو لپاره يې د اقدامات عزم څرګند كړو ۔ د رائټرز تر مخه ټرمپ ووئېل دا د امرېكې د تاريخ تر ټولو لويې سياسي تحريك دے چې پكښې 75 ورځې وړاندې مونږ ته يوه …
د نوي ټاكلي شوي امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ واشنګټن كښې لاريون٬ د لاكهونو هېواد پریښودونكو وګړو ويستلو لپاره د اقدامات عزم
واشنګټن ۔ 20 جنوري (اے پي پي) د امرېكې نوي ټاكلي شوي صدر ډونلډ ټرمپ د سوګند بورته كولو دستورې نه يوه ورځ وړاندې واشنګټن كښې يو لاريون ته خطاب وكړو او په لاكهونو هېواد پرېښودونكو ويستلو لپاره يې د اقدامات عزم څرګند كړو ۔ د رائټرز تر مخه ټرمپ ووئېل دا د امرېكې د تاريخ تر ټولو لويې سياسي تحريك دے چې پكښې 75 ورځې وړاندې مونږ ته يوه بريا ترلاسه شوه كومه چې د دې نه وړاندې زموڼږ هېواد كله نه وه ليدلې۔ ده د چوكۍ تر لاسه كولو سره په تندۍ سره د كار كولو د عزم څرګندونې سره ووئېل هېواد ته پیښ بحران به حل كوم ۔ د ټرمپ سره په سټېج د نړۍ تر ټولو شتمند سړے د سوشل مېډيا پلېټ فارم ايكس مالك ايلون مسك هم موجود ؤ چاته چې ټرمپ د حكومتي بېروكرېسي اجاره داري ختمولو او د انتظاميه د اضافي خرڅونو كمولو ذمه واري سپارلې ده۔ ډونلډ ټرمپ د صدر تاكلے كېدو نه پس داسې بيانونه وركوي چې ترې بېرېښي چې هغه به په راروانو څلورو كلونو كښې د امريكې دننه او خارجه پالېسي له كوم رخ وركوي ۔ په تېرو څو اوونيو كښې ټرمپ په ګرين لېنډ او پاناما د قبصې نه علاوه كاناډا د امرېكا برخې ګرځولو په بيانونو خپل اتحاديان په تشويش اخته كړې دي۔ډونلډ ټرمپ ووئېل زه به د صدارتي منصب تر لاسه كولو نه څو ساعته پس د بائيډن انتظاميه هر انتها پسند او نادانه ايګزيكټيو آرډر منسوخ كوم۔ د رائټرز زرائعو ووئېل ډونلډ ټرمپ د ګل په ورځ د 200 نه د زياتو اېګزېكټيو آرډر اقدامات د بېرته اغستو اراده لري۔











