نوے ډيلے ۔17جنوری (اے پی پی) د هند په سوئيلي ايالت آندھرا پردېش كښې د مسافر بس ګاډي سره د ټكر كېدو په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 15 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې پوليس انسپكټر سرينواس راؤ وئيلي چې دا پېښه د جمعې په سهار آندھرا پردېش كښې په چتور-تھاچور هائی وے ګنګاساګرم سيمې ته نزدې رامخې ته شوه۔ ده ووئيل پېښې څخه وروستو بس اپوټه …
په هند كښې ترافيكي پيښه ٬ 4 كسان مړه ٬ 15 ژوبل

مزید خبریں
نوے ډيلے ۔17جنوری (اے پی پی) د هند په سوئيلي ايالت آندھرا پردېش كښې د مسافر بس ګاډي سره د ټكر كېدو په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 15 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې پوليس انسپكټر سرينواس راؤ وئيلي چې دا پېښه د جمعې په سهار آندھرا پردېش كښې په چتور-تھاچور هائی وے ګنګاساګرم سيمې ته نزدې رامخې ته شوه۔ ده ووئيل پېښې څخه وروستو بس اپوټه شو چې په نتيجه كښې يۍ كسان مړه شول۔ په پېښه كښې معمولي ژوبل شوي كسان د چتور ضلعې روغتون او زيات ژوبل شوي د تمل ناډو کرسچن میډیکل کالج ویلور ته منتقل كړې شول۔










