د سعودي عربستان په غزه كښې د جنګ بندۍ لوظنامې هركلې

ریاض۔16جنوری (اے پی پی) سعودي عربستان په غزه کښې د جنګ بندۍ د لوظنامې هرکلې کړې او ویلي یې دي چې دا عملي شي. د العربیه اردو د راپور له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د ټولنیزو رسنیو په پلېټ فارم اېكس دې پېشرفت لپاره د قطر، مصر او ملګرو ملتونو هڅې وستائلې۔ د بهرنيو چارو وزارت د لوظنامې د احترام كولو او په غزه د اسرائيلي …

ریاض۔16جنوری (اے پی پی) سعودي عربستان په غزه کښې د جنګ بندۍ د لوظنامې هرکلې کړې او ویلي یې دي چې دا عملي شي. د العربیه اردو د راپور له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د ټولنیزو رسنیو په پلېټ فارم اېكس دې پېشرفت لپاره د قطر، مصر او ملګرو ملتونو هڅې وستائلې۔ د بهرنيو چارو وزارت د لوظنامې د احترام كولو او په غزه د اسرائيلي جارحيت د بندولو په ضرورت ټینګار وکړو۔ سعودي عربستان غوښتنه وكړه چې اسرائيلي قابض ځواونه دې له غزې تړانګې او له نورو ټولو فلسطیني او عربي سیمو څخه په بشپړ ډول بهر شي او بې كوره شوي كسان دې خپلو سيمو ته ولېږلې شي۔

مزید خبریں