غزه كښې د يرغمالو شوو او جنګ بندۍ لوظنامه به د روانې اونۍ تر اخر مكمل شي٬ ډونلډ ټرمپ

اشنګټن ۔15 جنوري (اے پي پي) د امريكې نوې ټاكلې جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ وئېلي دي زه پوهېږم چې په غزه كښې د يرغمالو شوو او جنګ بندۍ لوظ نامه به د روانې اونۍ تر اخر مكمل شي ۔ د العربيه تر مخه تېره ورځ نيوز ميكس ويب پاڼې سره مركه كښې ده ووئېل زه پوهېږم چې خبره تر مصافحې رسېدلې ده او هغوي لوظ نامې له ختمي شكل وركوي۔خو …

اشنګټن ۔15 جنوري (اے پي پي) د امريكې نوې ټاكلې جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ وئېلي دي زه پوهېږم چې په غزه كښې د يرغمالو شوو او جنګ بندۍ لوظ نامه به د روانې اونۍ تر اخر مكمل شي ۔ د العربيه تر مخه تېره ورځ نيوز ميكس ويب پاڼې سره مركه كښې ده ووئېل زه پوهېږم چې خبره تر مصافحې رسېدلې ده او هغوي لوظ نامې له ختمي شكل وركوي۔خو دا اوس هغوي له كول غواړي۔ټرمپ په دې اړه نور تفصيلات ورنه كړل۔ ده ووئېل زه به راروانه اونۍ د سوګند پورته كولو نه پس ډېر زر د روسيه صدر ولاديمير پيوټن سره ملاقات كوم۔ ده ووئېل د جنګ خاتمې لپاره يوازې يوه تګلاره شته او هغه پرېكړه د روسيه صدر په لاسو كښې ده۔ زما خيال نه دے چې څنګه معملې روانې دي هغه به په دې حوشحاله وي۔ ځكه چې معملات د هغه لپاره هم ښه نه دي پاتي۔ ټاكلي جمهور رئيس ووئېل زه خبر يم چې هغه غواړي چې زمونږ ملاقات اوشي او دا ملاقات به ډېر زر كېږي ۔ زه دا ملاقات زر كول غواړم خو اول به ما له صدارت سنبهالول وي دغسې چې ځېنې چارې تر سره كړم۔ واضحه دې وي چې په سپينه ماڼې كښې په ټرمپ انتظاميه كښې د امرېكې د قامي سلامتيا صلاحكار مائيك والز د اتوار په ورځ وئېلي وو زه هيله لرم چې د ډونلډ ټرمپ او ولاديمير پيټن تر مينځه خبرې اترې په راروانو څو ورځو يا اوونيو كښې به كېږي ۔ فروري 2022 كښې د روس او يوكرېن جنګ پېل كېدو نه پس به دا د امرېكې او روسيه مشرانو تر مينځه وړومبے ملاقات وي۔

مزید خبریں