شمالي كوريا په ختيز سمندر كښې تر لږې فاصلې د وېشتونكو څو بېلسټك ميزائلو تجربې وكړې

سيئول۔ 14 جنوري (اے پي پي) شمالي كوريا په ختيز سمندر كښې تر لږې فاصلې د وېشتونكو څو بېلسټك ميزائلو تجربې كړې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه د سوئېلي كوريا پوځ د جاپان سمندر حواله وركولو سره وئېلي دي د سوئېلي كوريا پوځ د نهې په ورځ په ختيز سمندر كښې د توغولے شوو د لږې فاصلې وېشتونكې بېلسټك ميزائل په ګوته كړل۔د سوئېلي …

سيئول۔ 14 جنوري (اے پي پي) شمالي كوريا په ختيز سمندر كښې تر لږې فاصلې د وېشتونكو څو بېلسټك ميزائلو تجربې كړې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه د سوئېلي كوريا پوځ د جاپان سمندر حواله وركولو سره وئېلي دي د سوئېلي كوريا پوځ د نهې په ورځ په ختيز سمندر كښې د توغولے شوو د لږې فاصلې وېشتونكې بېلسټك ميزائل په ګوته كړل۔د سوئېلي كوريا پوځ ووئېل دا تجربات د نهې په ورځ سهار په 30۔9 بجې د چاګنګ ولايت سر ښار كانګے سره نزدې شوي۔ ميزائلو په سمندر كښې د پرېوتو نه وړاندې 250 كلوميټر (155) ميل پرواز وكړو۔ پوځ ووئېل د امرېكې او سوئېلي كوريا استخباراتي چارواكو د شمالي كوريا د ميزائل لانچنګ د چمتوالي نيولو د وړاندې نه درك لګولے ؤ او د دغې د څارنې او د لانچ وخت يې په سمدستي توګه درك ولګولو۔ دوي ووئېل مونږ خپل پورا چمتوالے برقرار ساتلے دے او د امرېكې او جاپان سره د معلومات تبادله كوو ۔

مزید خبریں