ملګري ملتونه۔ 13 جنوري (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئېلي دي په غزه كښې د اسرائيل نسل كشۍ د لاسه د 10 لاكهه نه زيات كوچنيان د ذهني صحت د بحران ښكار دي ٬ دوي نفسياتي درملنې ته اړتيا لري د كومې لپاره چې فنډز نشته۔ دا خبره د ملګرو ملتونو د اطفال ادارې يونيسف تېره ورځ په جاري كړې رپورټ كښې وكړه۔ يونيسف ووئېل د غزه كوچنيان د اسرائيل …
غزه كښې د اسرائيلي بريدونو د لاسه د 10 لاكهه نه زيات كوچنيان د ذهني صحت د بحران ښكار دي ٬ يونېسف

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 13 جنوري (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئېلي دي په غزه كښې د اسرائيل نسل كشۍ د لاسه د 10 لاكهه نه زيات كوچنيان د ذهني صحت د بحران ښكار دي ٬ دوي نفسياتي درملنې ته اړتيا لري د كومې لپاره چې فنډز نشته۔ دا خبره د ملګرو ملتونو د اطفال ادارې يونيسف تېره ورځ په جاري كړې رپورټ كښې وكړه۔ يونيسف ووئېل د غزه كوچنيان د اسرائيل د سختې بمبارۍ ٬ د كورنۍ د وګړو په شهادت ٬ او د سيمې ناقه بندۍ د خوفناك بشري صورتحال په سبب د يرې ښكار دي۔رپورټ كښې ووئېل شول په اكتوبر 2023 كښې د اسرائيلي جنګ پېل كېدو نه پس 19 زره فلسطنيان كوچنيان يتيمانان شوي دي ۔ د اصابو پوهانو خبردارے وركړے چې په غزه كښې د كوچنيانو په ذهني صحت د مياشتو اسرائيلي جنګ لوي اثر تر نسلونو پاتي كېدے شي ۔ دغسې د فلسطين د شهري دفاع محكمې ووئېل د تېرو پينځو ورځو په مهال په محصور سيمه كښې د اسرائيل په بريدونو كښې 70 فلسطيني كوچنيان وژلې شوي دي۔ په اوسني يو رپورټ كښې د يونيسف وېنا ده چې د 2025 په وړومبۍ اونۍ كښې د غزه په پټۍ كښې د اسرائيل په بې رحمه تشدد كښې 74 كوچنيان وژلې شوي ٬ د يونيسف ايګزيكټيو ډائرېكټر كيتهرين رسل د تشدد خاتمې لپاره د جنګ سمدستي بدندولو غوښتنه كولو سره ووئېل د غزه ماشومانو لپاره نوے كال د لا مرګونو او ستونزو سره راغلے چې پكښې په مبينه توګه 74 كوچنيان شهيدان شوي دي۔ دې د نوي كال په پېل د كوچنيانو په شهادت سخته اندیښنه ښكاره كړه كوم چې يا وژلې شوي دي يا چې خپل خپلوان يې بېللې دي ۔ د اكتوبر 2023 نه تر اوسه اسرائيل په غزه كښې 46 زره 565 كسان شهيدان كړي چې پكښې زياتره مېرمنې او كوچنيان شامل دي او دغسې 109378 ژوبل شوي دي۔










