رياض۔ 13 جنوري(اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره د اوپائي ائتلاف د خارجه چارو او سلامتيا پاليسۍ يو اعلې سفارتكار او د يورپي مېشن نائب صدر كايا كالس ملاقات كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه په رياض كښې شوي ملاقات كښې دواړو لارښودو د شريكې خوښې په چارو ٬ سيمه ايز او نړيوال صورتحال باندې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو …
د سعودي خارجه وزير سره د اروپائي ائتلاف استازي ٬ د برطانيي او سوريه خارجه وزيرانو ملاقات

مزید خبریں
رياض۔ 13 جنوري(اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره د اوپائي ائتلاف د خارجه چارو او سلامتيا پاليسۍ يو اعلې سفارتكار او د يورپي مېشن نائب صدر كايا كالس ملاقات كړے دے۔ د ايس پي اے تر مخه په رياض كښې شوي ملاقات كښې دواړو لارښودو د شريكې خوښې په چارو ٬ سيمه ايز او نړيوال صورتحال باندې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو د دواړو هېوادونو تر مينځه اړيكو او د شرېكې مرستې قوي كولو او د سيمه ايز او نړيوال صورتحال او په دې اړه په كوونكو هلو ځلو خبرې اترې وكړې۔ په دې مهال په برطانيه كښې د سعودي سفير شهزاده خالد بن بندر بن سلطان هم موجود ؤ۔









