مكه مكرمه۔ 13 جنوري(اے پي پي) د خادم الحرنېن الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز په مشرۍ كښې د تابيا شوي حج كانفرنس او نندارتون د 4 اېډېشن پرانسته وشوه ٬ د څلورك اېډېشن مشري به د جده په سپر ډوم كښې د مكه نائب ګورنر شهزاده سعود بن مشعل بن عبدالعزيز كوي۔ د ايس پي اے تر مخه د حج او عمره وزارت تر سېوري لاندې د ضيوف الرحمن خدمت …
د خادم الحرمېن الشريفېن په مشرۍ كښې حج كانفرنس او نندارتون پېل شو

مزید خبریں
مكه مكرمه۔ 13 جنوري(اے پي پي) د خادم الحرنېن الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز په مشرۍ كښې د تابيا شوي حج كانفرنس او نندارتون د 4 اېډېشن پرانسته وشوه ٬ د څلورك اېډېشن مشري به د جده په سپر ډوم كښې د مكه نائب ګورنر شهزاده سعود بن مشعل بن عبدالعزيز كوي۔ د ايس پي اے تر مخه د حج او عمره وزارت تر سېوري لاندې د ضيوف الرحمن خدمت پروګرام به مرسته په كانفرنس او نندارتون كښې د بېلو څانګو تعلق لرونكې د 280 نه زياتې ادارې ګډون كوي۔ دغسې د 120 نه زيات شخصيات به كانفرنس ته وېنا كوي۔كافنرنس كښې به د خدمات وركونكې مقامي او نور د 100 نه د زياتو نړيوالو ادارو استازي هم موجود وي۔ كانفرنس به د بېلا بېلو هېوادونو د حج مشنز او عازمين ته د خدمات وركوونكو ادارو تر مينځه د مرستې مهمه زريعه وګرځي چې پكښې به د وركړے كېدونكو خدمات معيار لا ښه كړے شي۔ كانفنرنس به د 13 نه تر 16 جنوري دوام لري۔









