هند كښې د يو كور نه د يوې كورنۍ 5 مړي تر لاسه شول

نوے ډيلے ۔10 جنوري (اے پي پي) د هند په اتر پردېش ايالت كښې د يو كور نه د يوې كورنۍ 5 مړي تر لاسه شوي۔ د شهنوا تر مخه يو شينئر پوليس اهلكار ووئېل خاوند ٬ مېرمن او درې كوچنيان د يوې كورنۍ په كور دننه مړه وموندلے شول۔ دا پیښه د نوي ډيلي نه 46 كلو ميټره لرې د اتر پردېش ايالت په ميرټه ښار كښې رامخې ته …

نوے ډيلے ۔10 جنوري (اے پي پي) د هند په اتر پردېش ايالت كښې د يو كور نه د يوې كورنۍ 5 مړي تر لاسه شوي۔ د شهنوا تر مخه يو شينئر پوليس اهلكار ووئېل خاوند ٬ مېرمن او درې كوچنيان د يوې كورنۍ په كور دننه مړه وموندلے شول۔ دا پیښه د نوي ډيلي نه 46 كلو ميټره لرې د اتر پردېش ايالت په ميرټه ښار كښې رامخې ته شوه۔ د ميرټه پوليس چارواكي وپن ټاډا تر مخه كور ته د بهر نه ژندره پرته وه۔ د كوچنيانو مړي چې عمرونه يې 1٬ 4 او 8 كاله وو د يو بېډ باكس نه تر لاسه شول او د ښځې او مېړه مړي په زمكه پراته وو۔ هغه ووئېل د ټولو وژلے شوو سرونه ژوبل دي۔ هغه ووئېل د ابتدائي پلټنو تر مخه قتل ذاتي دښمني معلومېږي ځكه چې كور ته د بهر نه ژندره پرته وه ٬ د دغې نه داسې ښكاري چې د دې پیښې مرتكب سړي او كورنۍ يو بل پیژندل۔