د متحده عرب امارات لخوا د صوماليه سېلاب ځپلو لپاره 700 ټنه خوارك روان كړے شو

ابوظهبي 10جنوری (اے پی پی)د متحده عرب امارات لخوا د صوماليه سېلاب ځپلو ته د 700 ټنه خوراك د مرستې په توكه روان كړے شوے ۔د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې متحده عرب امارات د قدرتي آفات څخه ځپلو هېوادونو مرستې له د خپلې بشري همدردۍ له مخې د صومالي سېلاب ځپليو بېلو سيمو لپاره د 700 ټنه هنګامي خوراك مرسته لېږلې ده ۔دا مرسته د اماراتي مشرتابه په …

ابوظهبي 10جنوری (اے پی پی)د متحده عرب امارات لخوا د صوماليه سېلاب ځپلو ته د 700 ټنه خوراك د مرستې په توكه روان كړے شوے ۔د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې متحده عرب امارات د قدرتي آفات څخه ځپلو هېوادونو مرستې له د خپلې بشري همدردۍ له مخې د صومالي سېلاب ځپليو بېلو سيمو لپاره د 700 ټنه هنګامي خوراك مرسته لېږلې ده ۔دا مرسته د اماراتي مشرتابه په هدايات لېږلې شوې دغسې چې بشري همدردۍ هڅې قوي شي او د ورور صوماليي اولس ستونزې كمې شي۔ د مرستې په سامان كښې د بنيادي خوراك پيكجز شامل دي كوم چې د سېلاب ځپلو كورنيو نزدېث د 150000 كسانو ضروريات پوره كوي۔په دې اړه په صوماليه كښې د متحده عرب امارات سفير احمد جمعه الرميثي ووئېل دا مرسته سختو حالاتو كښې د صومالي اولس سره د متحده عرب امارات د يو والي عزم څرګندونه ده۔