غزہ ، په خان يونس د اسرائيل بريد – د 7 كوچنيانو په شمول 13 فلسطيني وګړي شهيدان

غزہ۔8 جنوری(اے پی پی) د غزه په سوئيلي سيمه خان يونس د اسرائيلي بمبارۍ په نتيجه كښې د 7 كوچنيانو په شمول 13 فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ د العربیه اردو له مخې د شهري دفاع او د روغتيا وزارت په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د سوئيلي غزه پټۍ په خان يونس ښار د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې د 7 كوچنيانو په شمول 13 فلسطيني وګړي شهيدان …

غزہ۔8 جنوری(اے پی پی) د غزه په سوئيلي سيمه خان يونس د اسرائيلي بمبارۍ په نتيجه كښې د 7 كوچنيانو په شمول 13 فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ د العربیه اردو له مخې د شهري دفاع او د روغتيا وزارت په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د سوئيلي غزه پټۍ په خان يونس ښار د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې د 7 كوچنيانو په شمول 13 فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ سول ډیفنس د خان يونس په لوئيديزه سيمه كښې د بې كوره كسانو په خېمو اسرائيلي بريدونو كښې د څلور كوچنيانو د شهادت او د 20 ژوبل شوو منتقل كولو اعلان كړے۔ دې سره سره سول ډيفنس په يو بل بيان كښې اعلان كړے چې د خان یونس په سوئيلي سيمه قیزان كښې په يو كور د بمبارۍ په نتيجه كښې د درې كوچنيانو په شمول 5 كسان شهيدان شول۔ په رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي چې د خان يونس په سوئيلي سيمه كښې يو موټر په نخښه كړے شو چې په نتيجه كښې يۍ 2 فلسطيني وګړي شهيدان شول۔ دغسې هم دې ښار كښې په يو اپارټمنټ د بمبارۍ په نتيجه كښې نور 2 فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔