د سعودي دوهم ولي عهد د امريكې دفاع وزير اېشټن كارټر سره وليدل

واشنګټن 17 جون(اے پی پی) د سعودي عربستان دوهم ولي عهد او د دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز پھ پنټاګان كښې د امريكې دفاع وزير اېشټن كارټر سره ليدلې دې ۔د ملاقات پھ مهال د امنيت پھ اړه د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د عرب مېډيا له مخې د امريكې دفاع وزير پنټاګان ته پھ رسېدو د شهزاده محمد بن سلمان هركلے وكړو۔پھ دې موقع ده خپل يو بيان كښې ووئيل دا زمونږ لسم ملاقات دے۔