دوشنبے۔4جون(اے پی پی) پاکستان او تاجکستان دوه اړخيزه تجارت ، سرمايه كارۍ ، توان او سيمه ايز تړون ته ودې وركولو له مهم پېشرفت كولو سره په رارونو درېو كلونو كښې دوه اړخيزه تجارتي حجم 20 كروړه ډالرو ته د رسولو په روډ مېپ اتفاق كړے دے۔ د پاكستان حكومت او جمهوريه تاجكستان ترمينځه تجارت، اقتصادي او سائنسي و تکنیکي مرستې په اړه د جوائنټ کمېشن اتمه غونډه د …
د پاكستان او تاجكستان ترمينځه د معاشي همكارۍ نوے باب ، تجارت تر 20 کروړه ډالرو رسولو هدف

مزید خبریں
دوشنبے۔4جون(اے پی پی) پاکستان او تاجکستان دوه اړخيزه تجارت ، سرمايه كارۍ ، توان او سيمه ايز تړون ته ودې وركولو له مهم پېشرفت كولو سره په رارونو درېو كلونو كښې دوه اړخيزه تجارتي حجم 20 كروړه ډالرو ته د رسولو په روډ مېپ اتفاق كړے دے۔ د پاكستان حكومت او جمهوريه تاجكستان ترمينځه تجارت، اقتصادي او سائنسي و تکنیکي مرستې په اړه د جوائنټ کمېشن اتمه غونډه د تاجكستان په پلازمينه دوشنبه كښې وشوه۔ په غونډه كښی د پاور ډويژن وزير سردار اوېس احمد خان لغاری او د تاجكستان د توان او آبي وسائلو وزير جمعه دلیر شفقیر ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د پاكستان لخوا د اقتصادي چارو وزارت ، د تجارت وزارت ، د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت ، د روغتيا وزارت ، د صنعت او پېداوار وزارت ، د پاور ډویژن، پټرولیم ډویژن، بېن الصوبائی رابطه ډویژن او د سټېټ بنك آف پاكستان استازو ګډون وكړو۔ د تاجكستان د اړوندو سركاري ادارو چارواكي هم غونډه كښې موجود وو۔ دواړو هېوادونو د تجارتي پلاوي تبادلو ، د كاروباري ادارو ترمينځه ملاقاتونو (بی 2 بی ) او آن لائن تجارتي رابطو ته د ودې په وركولو اتفاق وكړو۔ دوئي په راراونو 3 كلونو كښې د دوه اړخيزه تجارت حجم تر 20 كروړو امريكائي ډالر ته رسولو له د روډ مېپ په جوړولو هم اتفاق وكړو۔ دوئي د تاجکستان اېکسپورټ ایجنسۍ او ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټی آف پاکستان ترمينځه اېم او يو ته د حتمي شكل وركولو هركلے وكړو۔ په ترجیحی تجارتی لوظنامه (پی ټی اے) د پېشرفت جاج اغستلو سره د دې زر تر زره بشپړولو له د خبرو اترو روانه ساتلو ته اتفاق وكړے شو۔ دواړو د كاسا – 1000 منصوبې لاندې د شوي پېشرفت ستائنې كولو سره د منصوبې په وخت د بشپړولو په اهميت زور راوړو۔ وفاقی وزیر د کاسا۔1000 منصوبې په وخت بشپړولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ د دورې په مهال وفاقي وزير سردار اویس احمد خان لغاري د تاجكستان وزيراعظم قاهر رسول زاده سره ملاقات وكړو او د پاكستاني مشرتابه لخوا يۍ هغه ته نېكې هيلې ورسولې۔ وزیراعظم د جوائنټ كمېشن كاميابۍ سره په تابيا كولو د اطمينان څرګندونې سره ووئيل د دواړو هېوادونو مشرتابه وژن دوه اړخيزه اړيكې د ستراتيجي همكارۍ كچې ته رسولې دي۔ وفاقی وزیر د کاسا۔1000 منصوبې زر تر زر بشپړولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د نېغ په نېغه پروازونو په پېل كولو او د وېزې آسانۍ لا ښه كولو په حاجت زور راوړلے شو۔ دواړو هېوادونو د تجارت ٬ زراعت ٬ توان او سيمه ايز تړون په شمول بېلو څانګو كښې همارۍ ته د پراختيا وركولو او د ګډ كمېشن د لارې د روان پېش رفت برقراره ساتلو د عزم پخلے هم وكړو










