د وزيراعظم  په مشرۍ كښې اېف بي آر كښې د روانو اصلاحاتو په اړه د جاج اغستو غونډه،  د ټيکس وصولۍ نظام كښې انساني لاس وهنه  او زياتي اختيارات کمول د وخت حاجت دے۔ شهباز شريف

  اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ان لينډ ريونيو وصولۍ لا مؤثره، سپيځلې او فيس ليس جوړولو لپاره د كوټلي منصوبې ستائيلو سره وئيلي دي د جديد ټيکنالوجي موثره استعمال د لارې يو خودکاره ، جديد او د  مؤثره ټيکس مينجمنټ نظام دا منصوبه به د حکومت اصلاحاتي تګلاره كښې كاميابه ثابت شي،  د ټيکس وصولۍ نظام كښې انساني لاس وهنه او زياتي …

 

اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ان لينډ ريونيو وصولۍ لا مؤثره، سپيځلې او فيس ليس جوړولو لپاره د كوټلي منصوبې ستائيلو سره وئيلي دي د جديد ټيکنالوجي موثره استعمال د لارې يو خودکاره ، جديد او د  مؤثره ټيکس مينجمنټ نظام دا منصوبه به د حکومت اصلاحاتي تګلاره كښې كاميابه ثابت شي،  د ټيکس وصولۍ نظام كښې انساني لاس وهنه او زياتي اختيارات کمول د وخت مهم حاجت دے۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې اېف بي آر كښې  د روانو اصلاحاتو په اړه د جاج اخستلو غونډه وشوه چې پكښې د ټيکس نظام په جديد ډول روانولو او ټيکس وصولۍ زياتولو لپاره د روانو اقداماتو تفصيلي جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د ان لينډ ريونيو وصولۍ لا موثره، سپيځلې او فيس ليس جوړولو لپاره كوټلي منصوبه وړاندې كړې شوه۔ وزيراعظم په دې مهال ووئيل د جديد ټيکنالوجي موثره استعمال د لارې يو خودکاره ، جديد او موثره د ټيکس مينجمنټ نظام دا منصوبه به د حکومت اصلاحاتي ايجنډا كښې كاميابه ثابته شي۔ده د ټيکس وصولۍ نظام كښې انساني مداخلت او صوابديدي اختيارات کمول د وخت مهم حاجت ګرځولو سره ووئيل د دې منصوبې نفاذ سره به نه يواځې محصولات زيات شي بلكه ټيکس نظام كښې به سپيځلتيا، انصاف او اولسي باور ته وده ترلاسه شي۔ ده په ډاګه كړه چې د معيشت دستاويزي شکل او ټيکس نيټ كښې پراختيا لپاره به د اېف بي آر د اصلاحات عمل روان وي۔ وزيراعظم د غير قانوني سګريټس په ضد موثره کارروائيو په اړه   صوبائي حکومتونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ وزيراعظم د انکم ټيکس وصولۍ مجوزہ آټوميټډ نظام په آزمائشي بنيادونو د اسلام آباد څخه  د پيل كولو سپارښتنه وكړه۔غونډي ته بريفنګ كښې ووئيل شول  د ټيكس نوے مجوزہ نظام  د جائيدادونو، ګاړو او بينكونو ډيټا د لارې د لږ څرګند كړې شوي آمدن او اثاثو په ګوته كولو صلاحيت لري۔د بريفګ له مخې د جديد ټيکنالوجي او اے آئي د لارې د ټيکس نظام به خودکاره ،سپيځلے او موثره كړې شي۔د نوي نظام ترمخه نېشنل فيس ليس آډټ ونګ، نېشنل اسيسمنټ ونګ او  د فيلډ آپريشنز ونګ جوړولو تجويز دے۔ بريفنګ كښې ووئيل شول  د انفورسمنټ اقدامات د لارې د سګريټ څانګي څخه قامي خزانې ته سږ كال د 40 اربه روپو د اضافي ټيکس وصولېدل امكان لري۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسين ، اعظم نذير تارړ، مصدق مسعود ملك ، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، عطاء اللّٰہ تارړ، شزا فاطمه خواجه، علي پرويز ملك ، وزير مملکت بلال اظهر کياني ، اټارني جنرل منصور عثمان اعوان، خاص مرستيال هارون اختر او اعليٰ سرکاري چاروتاكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں