اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنرفيصل کريم کنډي وئيلي دي د ترهه ګرۍ په ضد پاليسي جوړول او اداره جاتي معاونت قوي كول د وخت حاجت دے، خېبر پښتونخوا كښې امن لپاره سنجيده اقدامات ته اړټيا ده، پاکستان په لسيزو پس امريکا او ايران خبرو اترو ته كېښنولي دي ، پاکستان د موثره سفارت کارۍ د لارې په نړيواله كچه خپل مثبت شناخت مضبوط …
د ترهه ګرۍ په ضد پاليسي جوړول او اداره جاتي معاونت قوي كول د وخت حاجت دے ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ميډيا سره خبري

مزید خبریں
اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنرفيصل کريم کنډي وئيلي دي د ترهه ګرۍ په ضد پاليسي جوړول او اداره جاتي معاونت قوي كول د وخت حاجت دے، خېبر پښتونخوا كښې امن لپاره سنجيده اقدامات ته اړټيا ده، پاکستان په لسيزو پس امريکا او ايران خبرو اترو ته كېښنولي دي ، پاکستان د موثره سفارت کارۍ د لارې په نړيواله كچه خپل مثبت شناخت مضبوط كړے۔د دې خيالاتو څركندونه ده د زيارت په ورځ د سسټين ايبل سوشل ډويلپمنټ آرګنائزيشن (اېس اېس ډي او) لسمي سالګرې په موقع ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ګورنر ووئيل اېس اېس ډي او په مختلف سماجي او قامي نوعيت مسئلو په ښه ډول كار كوي او په خاص توګه د ترهه ګرۍ مخنيوي په اړه د قدر وړ كردار ترسره كوي۔ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې دا مهال کائونټر ټيررازم سټريټجي ته اړتيا ده،دې لپاره د دغسې ادارو هلي ځلي ډېر اهميت لري۔ده ووئيل اېس اېس ډي او نه يواځې د ترهه ګرۍ مخنيوے كوي بلکه د بشري قاچاق ، نشه ائ توكو د خپريدو مخنيوے كوي بلكې د بيلو سماجي مسئلو په اړه هم د خبرتيا ، تحقيق او لارښودني كار كوي۔ ده ووئيل د پارلماني غړو تنظيم او نورو خلقو ته په بيلو مهمو قامي او سماجي معاملات په اړه رهنمائي وركوي چې له امله ئې پاليسي جوړولو او د قانون سازۍ عمل كښې مرسته ترلاسه كيږي۔ده ووئيل پاکستان د ايران او امريکې ترمينځه د سفارتي رابطو په بحالۍ كښې مهم كردار ترسره كړے او نزدې 47 نه تر 49 كاله پس دواړه هېوادونه خبرو اترو كېښنولو له يې معاونت کړے۔ده ووئيل پاکستان نړۍ له دا پيغام وركړے چې جنګ نه امن له خوښي لرو۔ ده ووئيل د يو نړيوال طاقت صدر مم څو ځل د پاکستان د کردار ذکر کړے او پاكستان ئې د منطقې او نړۍ كښې د امن ودي لپاره يو مثبت قوت ګرځولے۔ ده ووئيل نن په نړيواله ميډيا كښې د پاکستان او اسلام آباد ذکر د امن، سفارت کارۍ او خبرو اترو په تناظر كښې كيږي كومه چې د هېواد لپاره لويه كاميابي ده۔فيصل کريم کنډي ووئيل څوك چې آئين، رياست او قامي بيرغ نه مني او د رياستي ادارو په ضد وسله راخلي ، پوځ، ايف سي او د پوليس اهلکار په نښه كوي،بايد هغوي سره خبرې اترې ونه كړې شي۔ده ووئيل پاکستان د تيرو څلورو لسيزو راهسې د افغانانو كوربتوب كړے دغسې د ټولو هېوادونو په شان پاکستان كښې هم قانوني دستاويزات او د ويزے نظام ترمخه استوګنه ضروري ده ۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ له امله تر ټولو زيات خېبر پښتونخوا او بلوچستان ځپلې شوي ځكه چې دا سرحدي صوبې دي او د ترهه ګرۍ د پېښو ښكار كېږي ۔










