په ماحولياتي چېلنجونو قابو موندلو او قدرتي وسائل خوندي كولو له به اجتماعي او مستقل اقدامات كول وي: د سېنېټ چيئرمېن

  اسلام آباد۔4جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په ماحولياتي چېلنجونو قابو موندلو او قدرتي وسائل خوندي كولو له د اجتماعی او مستقل اقدامات په سمدستي حاجت زور راوړے دے دغسې چې راتلونكو نسلونو لپاره يو خوندي او تلپاتې چاپېريال باوري كړے شي۔ د ماحوليات نړيوالې ورځ (5 جون) په موقع خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ماحولیاتی خيرنوالے، موسمياتي بدلون ٬ د ځنګلونو وهل …

 

اسلام آباد۔4جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په ماحولياتي چېلنجونو قابو موندلو او قدرتي وسائل خوندي كولو له د اجتماعی او مستقل اقدامات په سمدستي حاجت زور راوړے دے دغسې چې راتلونكو نسلونو لپاره يو خوندي او تلپاتې چاپېريال باوري كړے شي۔ د ماحوليات نړيوالې ورځ (5 جون) په موقع خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ماحولیاتی خيرنوالے، موسمياتي بدلون ٬ د ځنګلونو وهل ، د اوبو كمے ، فضائي او ماحولیاتی آلودګي او حیاتیاتی تنوع كښې كمے نه يوازې ماحولیاتی نظام بلکې تلپاتي پرمختګ ، اولسي صحت ، غذائی تحفظ او اقتصادی استحکام لپاره هم سنګينې خطرې راپېدا كوي۔ ده ووئيل پاكستان د نړيوال كاربن په اخراج كښې د محدود كردار لرلو باجود  موسمياتي بدلونونو څخه زياتو ځپلو كېدونكو هېوادونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل د ماحول تحفظ يوه شريكه ذمه واري ده كومې لپاره به چې حكومت ٬ ادارو او هر وګړي له خپل كردار ترسره كول وي۔ سید یوسف رضا ګیلانی په دې موقع په خاص توګه په ځوانانو زور راوړلو سره ووئيل چې هغوي دې اونې بوټي نالولو ٬ آلودګي كمولو ٬ د اوبو تحفظ او په خپل ژوند كښې د ماحول دوسته چلند خپلولو په څير اقدامات د لارې چاپېريال خوندي كولو كښې فعال كردار ترسره كړي۔ ده په ماحولياتي توګه يو محفوظ پاكستان لپاره د ماحولياتي پائيدارۍ او موسمياتي استحكام د اړوندو پالېسيو او اقدامات روانو ساتلو له د سېنېټ د عزم پخلے هم وكړو

مزید خبریں