اسلام آباد۔4جون(اے پی پی) دفاع لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ د خپل دريځ پخلې كولو سره وئيلي دي اولس لپاره د فضائي سفر بيعې ټيټول زياتې مهمې دي۔ د كمېټۍ غونډه د كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر طلحه محمود په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د قامي هوا بازۍ څانګې سره د تعلق لرونكو چارو جاج واغستلے شو۔ غونډه كښې سېنېټر فاروق اېچ نائیک، سېنېټر سلیم …
اولس لپاره د فضائي سفر بيعې ټيټول زياتې مهمې دي : دفاع لپاره د سېنېټ قائمه كمېټي

مزید خبریں
اسلام آباد۔4جون(اے پی پی) دفاع لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ د خپل دريځ پخلې كولو سره وئيلي دي اولس لپاره د فضائي سفر بيعې ټيټول زياتې مهمې دي۔ د كمېټۍ غونډه د كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر طلحه محمود په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د قامي هوا بازۍ څانګې سره د تعلق لرونكو چارو جاج واغستلے شو۔ غونډه كښې سېنېټر فاروق اېچ نائیک، سېنېټر سلیم مانډوی والا، سېنېټر عمر فاروق، د دفاع وزارت سېکرټری او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې په مجوزہ قانونی ترمیم خبرې وشوې۔ په دې مهال د پاکستان انټرنېشنل ایئرلائنز کارپورېشن (کنورژن) اېکټ 2016ء منسوخ كولو په تجويز غور وكړے شو۔ كمېټۍ ته ووئيل شول د اصل اېکټ يوازې شق 7(الف) به په ځاے ساتلې شي۔ کمېټۍ په موجوده ملازمينو د پرېوتونكو منفي اغېزو حوالې سره اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل په كومه هم نوې قانون سازۍ كښې دې د ملازمينو د حقونو او روزګار تحفظ كوټلي ضمانتونه وركړے شي۔ قائمه كمېټۍ پرېكړه وكړه چې اړوند چارواكي دې د بل منظورۍ عمل كښې كومه تندي نه كوي۔ کمېټۍ د حكومتي اصلاحات ملاتړ له د خپل عزم پخلي سره په ډاګه كړه چې د ملازمينو خېر ښېګړې ته به تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كولې شي۔ قائمه كمېټۍ د هېواد دننه د فضائي سفر د كرايانو معاملې جاج هم واغست۔ په خاص توګه كوئټه لپاره د زياتو كرايانو په مسئله غور وكړے شو







