امرېكې په سوريه لګولو بندېزونو كښې نرمي وكړه٬ مقصد په انساني بنيادونو د مرستې رسونه ده٬ د خزانې محكمه

واشنګټن ۔ 7 جنوري (اے پي پي) امرېكې بهس وره لګولو بندېزونو كښې نرمي كړې ده ٬ دغسې چې نوې انتظاميه ته د بشار الاسد د معزولۍ نه پس په انساني بنياد د مرستې اجازه وركړې شي ۔ د العربيه اردو تر مخه د امرېكې د خزانې محكمې تر شپږو مياشتو پاتې كېدونكے يو عام لائسنس جاري كړے دے د كوم تر مخه چې به د سوريه حكومت سره د …

واشنګټن ۔ 7 جنوري (اے پي پي) امرېكې بهس وره لګولو بندېزونو كښې نرمي كړې ده ٬ دغسې چې نوې انتظاميه ته د بشار الاسد د معزولۍ نه پس په انساني بنياد د مرستې اجازه وركړې شي ۔ د العربيه اردو تر مخه د امرېكې د خزانې محكمې تر شپږو مياشتو پاتې كېدونكے يو عام لائسنس جاري كړے دے د كوم تر مخه چې به د سوريه حكومت سره د وركرې راكرې كولو اجازه وي ۔ په دې وركړه راكړه كښې د توان خرڅون هم شامل دے۔ د خزانې محكمې خپل بيان كښې ووئېل عام اجازه د امرېك د هغه خبرې باوري كولو د عزم څرګندونه ده جې زمونږ بندېزونه د انساني ضروريات پورا كوونكو هلو ځلو كښې خنډ نه جوړېږي ۔ نائب د خزانې وزير والي اډيمو ووئېل زمونږ محكمه به په سوريه كښې د انساني مرستې او د يو زمه وار حكومت مرسته روانه ساتي۔ د بشار الاسد د معزولۍ نه وروستو د هېواد نوي ډي فيكټو چارواكو استازو ووئېل نوې سوريه به د جامع او پرانستي هنر مظاهره كوي ۔ د سوريه نوي د تجارت وزير ووئېل چې دمشق هېواد كښې د امرېكا بندېزونو له امله د ايندهن ٬ غنمو ٬ يا نورو مهمو څيزونو د درآمد كولو لوظ نامې نه قاصر يو۔