امريكائي صدر جوبائيډن د عهدې پرېښودلو نه وړاندې غزه كښې د جنګ بندۍ په لوظ نامه زور

واشنګټن ۔7 جنوري (اے پي پي) د امرېكې صدر جوبائيډن د خپلې عهدې پړیښودلو نه وړاندې په غزه كښې د جنګ بندۍ په لوظ نامه كولو زور راوړے دے ۔ د برطانيه خبر رسنې ادارې رائټر تر مخه دا خبره د امرېكې خارجه وزير انټوني بلنكن په يو نيوز كانفرتنس كښې وكړه۔ هغه د صدر بائيډن د عهډې پریښودلو نه وړاندې غزه كښې د جنګ بندۍ لوظنامې لپاره په حتمي …

واشنګټن ۔7 جنوري (اے پي پي) د امرېكې صدر جوبائيډن د خپلې عهدې پړیښودلو نه وړاندې په غزه كښې د جنګ بندۍ په لوظ نامه كولو زور راوړے دے ۔ د برطانيه خبر رسنې ادارې رائټر تر مخه دا خبره د امرېكې خارجه وزير انټوني بلنكن په يو نيوز كانفرتنس كښې وكړه۔ هغه د صدر بائيډن د عهډې پریښودلو نه وړاندې غزه كښې د جنګ بندۍ لوظنامې لپاره په حتمي هلو ځلو زور راوړو ۔ د هغه دا بيان د فلسطيني عسكري تنظيم عهدېدار د هغې بيان نه پس رامخې ته شوے چې پكښې وئېلي شوي وو چې د لوظ نامې تر مخه د خوشې كوونكو 34 يرغماليانو نوم لړ جوړ كړے شوے جې د ټون بلنكن نه پوښتنه وكرې شوه جې آيا د جنګ بندۍ لوظ نامه كېدونكې ده نو هغه ووئېل مونږ غواړو چې زمونږ سره پاتي شوي وخت كښې كوم چې دوه اوونۍ دے دا لوظ نامه تر سره شي ۔ د اسرائيل استخباراتي ادارې موساد خپل د مينچنې درجې چارواكي خبرو اترو لپاره قر ته لېږلې دي ٬ دغه خبرې د قطر او مصر په ثالثۍ كښې كېږي۔ د اسرائيل د استباراتي ادارې موساد مشر چا جې هغه وخت هم د خبرو اترو مشري كوله په اړه دا هيله لرلې شي چې هغه به هم په خبرو اترو كښې شامل شي۔ خود اسرائيل وزيراعظم دفتر په دې اړه كومه تبصره نه ده كړې او نه تر اوسه دا واضحه شوه چې فرېقين په خبرو اترو كښې كوم ځائے ته رسېدلې دي۔د فلسطيني تنظيم يو عهدېدار رائټرز ته ووئېل د لوظ نامې په صورت په وړومبري پراؤ كښې د خوشې كوونكو 34 يرغماليانو نوم لړ جوړ كړے شوے چې پكښې مېرمنې اهلكارې ٬ مشران وګړي ٬ مېرمنې او كوچنيان شامل دي۔