هند د اړخه په کشميريانو د روانو ظلونو په اړه د نړيوالي ورورولۍ خاموشي د افسوس وړ ده۔بلاول بھټو زرداري

کراچۍ 05 جنوري (اے پي پي) د پاکستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي چې د هند غيرقانوني تسلط جموں او کشمير كښې د اولس خراب حالت يواځي يوه سيمه ايزه مسئله نمه ده،د نړۍ د ضمير امتحان دے، هند د اړخه په کشميريانو د روانو ظلونو په اړه د نړيوالي ورورولۍ خاموشي د افسوس وړ ده۔د بلاول هاوَس ميډيا سيل د اړخه جاري شوې بيان له مخې …

کراچۍ 05 جنوري (اے پي پي) د پاکستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي چې د هند غيرقانوني تسلط جموں او کشمير كښې د اولس خراب حالت يواځي يوه سيمه ايزه مسئله نمه ده،د نړۍ د ضمير امتحان دے، هند د اړخه په کشميريانو د روانو ظلونو په اړه د نړيوالي ورورولۍ خاموشي د افسوس وړ ده۔د بلاول هاوَس ميډيا سيل د اړخه جاري شوې بيان له مخې د پي پي پي چيئرمېن د كشميرانو د خپلواكۍ حق ورځ په موقع په خپل پيغام كښې زور راوړې چې نړيواله ورورولي دې د کشميريانو سره شوي لوظونه پوره كړي او کشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو كښې كوټلې كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د خپلواكۍ حقِ قانون كښې شامل يو بنيادي اصول دے او د ملګرو ملتونو د قراردادونو په شكل كښې کشميريانو سره شوې لوظ هم بنيادي نړيوال اصول ترمخه دے۔ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د کشميريانو غيرمتزلزل عزم سره هلو ځلو په روانو ساتلو هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كړي،كوم چې د بدترين ظلمونو باوجود د آزادۍ په غوښتنه كلك ولاړ دي۔