سوات 05 جنوري (اے پي پي) د سيفران او کشمير او ګلګت بلتستان چارو وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د پاکستان کوټلي پرمختګ او سوكالۍ له صوبه كښې امن ته اړتيا ده۔د اتوار په ورځ سوات مالم جبه كښې پرائم منسټر يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان په اعزاز كښې د ماشپخښين ميلمستيا ته خطاب کښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د خېبرپښتونخوا وګړو هېواد لپاره …
خېبر پښتونخوا كښې امن د پاکستان سوكالۍ له ضروري ده۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام

مزید خبریں
سوات 05 جنوري (اے پي پي) د سيفران او کشمير او ګلګت بلتستان چارو وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د پاکستان کوټلي پرمختګ او سوكالۍ له صوبه كښې امن ته اړتيا ده۔د اتوار په ورځ سوات مالم جبه كښې پرائم منسټر يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان په اعزاز كښې د ماشپخښين ميلمستيا ته خطاب کښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د خېبرپښتونخوا وګړو هېواد لپاره لوئ قربانۍ وركړې او د صوبے د اوږدې مودي ا من او معاشي سوكالۍ لپاره بايد د دې ځائې ځوانان په سماجي او اقتصادي توګه خپلواكه كولو ته خاص پام لرنه وكړې شي۔ده ووئيل د هېواد مجموعي استحکام او سوكالي د خېبرپښتونخوا امن سره تړلې دے۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل ترهه ګري خېبرپښتونخوا ته پېښو چيلنجونو كښې يو دے او د دې لعنت په بشپړه توګه ختمولو لپاره اجتماعي هڅو ته اړتيا ده۔ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف ځوانان په سماجي او اقتصادي توګه خپلواكه كولو ته خاص پام لرنه كوي او “اړان پاکستان” ځوانانو له د هېواد پرمختګ كښې د خپل کردار ترسره كولو ښه موقع وركوي۔ انجينئر امير مقام ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس د پاکستان مسلم ليګ (ن) مرکزي قيادت د صوبے د دورو په بے صبرۍ سره انتظار کوي۔ده ووئيل په پاکستان چې كله هم مشكل وخت راغلے د خېبر پښتونخوا اولس د خپل هېواد دفاع لپاره كلك ودريدلي دي۔ انجينئر امير مقام ووئيل د سوات اولس د قربانو په سوب مالاکنډ ډويژن كښې ترهه ګري ختمه شوي او دلته قومي بيرغ هسك كړې شوي۔ وفاقي وزير ووئيل ما هم د ترهه ګرغ د ځيني بريدونو په ثابت قدمۍ سره مقابله كړي او عمر له مي د ترهه ګرغ په ضد غږ پورته كړې۔ده ووئيل كله چې د هغه وخت وزيراعظم محمد نواز شريف نااهل كړې شو نو د خېبرپښتونخوا اولس د مسلم ليګ (ن) قائد نواز شريف سره د يووالي څرګندوني لپاره لوئ احتجاجي لاريون وكړو۔انجینئر امیر مقام هيله څرګنده كړه چې رانا مشهود به په خېبر پښتونخوا كښې د ځوانانو ښېګړے او پرمخټك ته خاص پام لرنه وكړي او د هغوي لپاره به خصوصی منصوبے پېل كړي۔ وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام هغه له د هر ممكن مرستي باور وركړو۔











