ملګري ملتونه۔ 2 جنوري(اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے چې په غزه كښې روغتونونو او په خوا وشا كښې د اسرائيل پرله بسې بريدونو د لاسه په محصور فلسطينو سيمو كښې د صحت نظام تباهۍ ته په بشپره توګه رسدلے دے۔ د انډېپنډنټ اردو تر مخه د ملكرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د 12 اكتوبر 2023 نه تر 30 جون 2024 د بريدونو په اړه راپور كښې وئېلي …
غزه كښې په روغتونونو د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې د صحت نظام په بشپړه توګه تباهۍ ته رسېدلے۔

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 2 جنوري(اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے چې په غزه كښې روغتونونو او په خوا وشا كښې د اسرائيل پرله بسې بريدونو د لاسه په محصور فلسطينو سيمو كښې د صحت نظام تباهۍ ته په بشپره توګه رسدلے دے۔ د انډېپنډنټ اردو تر مخه د ملكرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د 12 اكتوبر 2023 نه تر 30 جون 2024 د بريدونو په اړه راپور كښې وئېلي دي په غزه د اشرائيل يرغل په نتيجه كښې د فلسطين اولس تر طبي ساسنيو رسېدو لاندې سخت اغيز راغلے دے ۔ راپور تر مخه غزه كښې د صحت نظام تباهي او بريدونو په نتيجه كښې د رنځورانو ٬ عملے او د نورو وګړو په دومره ډېره شمېره مرګونه د نړيوالو بشري حقونو د قوانين نظرر انداز كولو نيغ په نيغه نتيجه ده۔ په راپور كښې د 27 روغتونونو او 12 نورو طبي مركزونو باندې د 136 بريدونو ذكر شوے دے چې پكښې د ډاكټرانو ٬ نرسانو ٬ او بې عملے ځاني زيان شوے ۔ دغې بريدونو كه شهري بنيادي ډااڼه پورا نه ده له مينځه وړې خو ډېر زيان ورته رسېدلے ۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر وولكر ترك ووئېل په غزه كښې د اسرائيل پرله پسې بمبارۍ او سنګين صورتحال كښې واحد پناه ګاه چرته چې فلسطينيان محفوظ كول پكار وو په حقيقت كښې د مرګ جال ګرځېدلې ده۔ملګرو ملتونو په ګوته كړې چې د قصدا په روغتونو او په هغه ځايونو بريد كول چرته چې ناروغه او ژوبل پراته وي او عسكري اهداف نه وي د جنګې جرائمو په زمره كښې راځي۔ دا راپور په يو داسې وخت كښې راغلے چې اسرائيل د غزه په روغتونو بريدونه زيات كړې دي۔ ملګرو ملتونو وئېلي دي په دوو مياشتو كښې د شمالي غزه وګرو له د مرستې وركولو 140 هڅې شوي كومې چې ټولې ناكامه شوي او د اسرائيل محاصرې د لاسه هيڅ راسائي نه ده وركړې شوې ۔









