امريكا٬ د نوي كال دستورې په مهال د ټرك په بريد كښې د وژلے شوو شمېره 15 ته ورسېده

واشنګټن ۔2 جنوري ( اے پي پي)د امرېكې په لوزيانه ايالت كښې د يو رېټائرډ عسكر لخوا د نوي كال دستورې په مهال د ټكر په بريد كولو كښې د وژلے شوو كسانو شمېره 15 ته ورسېده ۔ د اېسوسي ايټډد پرېس تر مخه دا پیښه د لوزيانه ايالت په نيو اورلينز ښار كښې رامخې ته شوه چې كله يو ټرك د نوي كال دستوره په ګدون كوونكو خلقو وروختلو۔ …

واشنګټن ۔2 جنوري ( اے پي پي)د امرېكې په لوزيانه ايالت كښې د يو رېټائرډ عسكر لخوا د نوي كال دستورې په مهال د ټكر په بريد كولو كښې د وژلے شوو كسانو شمېره 15 ته ورسېده ۔ د اېسوسي ايټډد پرېس تر مخه دا پیښه د لوزيانه ايالت په نيو اورلينز ښار كښې رامخې ته شوه چې كله يو ټرك د نوي كال دستوره په ګدون كوونكو خلقو وروختلو۔ د پیښې نه پس په ياد شوي ځائے هرې خوا ته د خلقو چغې سورې ختلې٬ په پېښه كښې د مرګونو نه علاوه په درځنونو كسان ژوبل شوي هم دي۔ پوليس په پوسته د ټرك اودرولو هڅه وكړه خو د ټرك ډرائيور د اهلكارو په ډزو مړ شو ۔ايف بي آر د ټرك ډرائيور پېژندګلي د شمس الدين جبار په نامه وكړه كوم چې د ټېكساس سره تعلق لرونكے امرېكنے شهري دے ٬ په ابتدائي پلټنو كښې وئېلي شوي په سي سي ټي وي فوټېج كښې 3 سړي او يوه مېرمن د يو ډيوائس په لګولو ليدلې شوي خو وفاقي چارواكو سمدستي د دې تصديق نه دے كړے ۔ كرك پيټرك ووئېل د پیښې نه پس بريد كونكے د ګاړي نه رابهر شو او په اهلكارو د ډزو په مهال ووژلے شو۔ دغسې دوه پوليس لګېدلې هم دي خو د هغوي حالت اندېښمند نه دے۔