ټول ټاكنو كښې په ناسمه معلومات خپرولو امرېكې د ايران او روسيه په ادارو بندېزونه ولګول

واشنګټن ۔1 جنوري(اے پي پي) امرېكې سږ كال د ټول ټاكنو نه وړاندې په نا سمه معلومات خپرولو په تور د ايران په 2 او روسيې په ادارو بندېزونه ولګول۔ د اردو نيوز تر مخه د امرېكې خزانې محكمې چارواكو د بندېزونو اعلان كولو سره تور ولګولو چې دواړو ادارو په نومبر ټول ټاكنو نه وړاندې د امرېكې رائے وركوونكو تر مينځه د اختلافات راپېدا كولو ھخې كړې۔ د امرېكې …

واشنګټن ۔1 جنوري(اے پي پي) امرېكې سږ كال د ټول ټاكنو نه وړاندې په نا سمه معلومات خپرولو په تور د ايران په 2 او روسيې په ادارو بندېزونه ولګول۔ د اردو نيوز تر مخه د امرېكې خزانې محكمې چارواكو د بندېزونو اعلان كولو سره تور ولګولو چې دواړو ادارو په نومبر ټول ټاكنو نه وړاندې د امرېكې رائے وركوونكو تر مينځه د اختلافات راپېدا كولو ھخې كړې۔ د امرېكې د استخباراتي ادارو په دواړو حكومتونو تور لګولے چې هغوي د جعلي وېډيوز ٬ خبرونو او سوشل مېډيا پوسټس د لارې معلومات خپروي او دا په رائے وركوونكو اغيز كولو لپاره او د امرېك په انتخابات باور ته زيان رسولو لپاره ډيزائن كړے شوي وو۔ چارواكو ووئېل په روس كشې موجود د روس ادارې سېنټر فار جيوپولېټېكل اېكسپرټيز د امرېكائي ادارو په اړه ناسمه معلومات وركړي او مالي مرسته يې كړې چې پكښې د مصنوعي زېركتيا كارولو څخه ډيپ فېك وېډيوز هم شامل وو ۔ دغسې د ادارې نه علاوه دا بندېزونه د هغې په ډائرېكتر هم لاګو كېږي د كوم په حقله جې د چارواكو وېنا ده چې هغه د روسيه استخباراتي ادارو سره كار كړے څوك جې د لويديز په ضد د سائبر بريدونو او ورانكارۍ څارنه كوي۔امريكائي چارواكو ووئېل د ايران ګنيټيو ډيزائن پروډكشن سېنټر ٬ د سپاه پاسداران انقلاب ذېلې اداره ٬ د چارواكو تر مخه دې ادارې په 2023 كښې امريكا كښې د تاؤ تريخوالي زياتولو لپاره كار كړے دے۔