ملګري ملتونه ۔31 دشمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئېلي دي اسرائيل د خپلو وحشيانه بريدونو د لارې غزه كښې د صحت اسانيو او په بشري بنياد تر هنګامي مرستې د خلقو د رسېدو په منظم ډول مخ نيوے كوي۔ د روزغتيا نړيوالې اتدارې (ډبليو ايچ او) ډائرېكټر جنرل ټيډرو سايډهانوم اګيبريسس د قطبي غزه كمال عدوان روغتون په اړه تېره ورځ خپل بيان كښې ووئېل دا روغتون دا وخت …
اسرائيل غزه كښې د صحت اسانيو او په بشري بنياد تر هنګامي مرستې د خلقو د رسېدو مخ نيوي كوي ٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔31 دشمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئېلي دي اسرائيل د خپلو وحشيانه بريدونو د لارې غزه كښې د صحت اسانيو او په بشري بنياد تر هنګامي مرستې د خلقو د رسېدو په منظم ډول مخ نيوے كوي۔ د روزغتيا نړيوالې اتدارې (ډبليو ايچ او) ډائرېكټر جنرل ټيډرو سايډهانوم اګيبريسس د قطبي غزه كمال عدوان روغتون په اړه تېره ورځ خپل بيان كښې ووئېل دا روغتون دا وخت د كومې هم طبي اسانۍ وركولو جوګه نه دے پاتي٬ پرله پسې د اسرائيل بريدونو برباد كړے دے ۔ ده ووئېل په 27 دسمبر د اسرائيل ځواكونو په دې روغتون د چهاپې وهلو په مهال رنځوران او كامندان په زبردستۍ بهر اوويستل او د دغې ډائرېكټر يې ونيولو۔ د ده وېنا وه چې د كمال عدوان 10 رنځوران په غزه كښې د جوړ شوي انډونېشيا روغتون ته منتقل كړے شول كوم چې د وړاندې نه د اوبو كمي او د ناولي ماحول د وجې طبي هلې ځلې بندې كړې دي۔ په دغه رنځورانو كښې 4 د اسرائيل ځواكونو په يو پوسته نيولي او پاتي 15 خيال ساتوونكې او د صحت كارمندان د ناوړه حالات سره مخ وو۔ځپلو سيمو ته د مرستې ترسيل هم د يو شمېر خنډانو سره مخ دے۔ د ملګرو ملتونو اېسوسي ايټ وياند فلورنسيا سوټو نينو مارټينز ووئېل د اكتوبر نه واخله تر اوسه د 15 سوه نه زيات كوششونه د اسرائيل چارواكو مسترد كړي دي ٬ تر دې چې منظور شوي مشنز هم د سخت تاخير سره مخ دي ۔ دغسې اوچا په دې خبره زور راوړے چې په شديد ضرورت كښې د ژوندي پاتي كېدونكو مرستې لپاره امدادي كاركنانو ته خوندي او د كوم خنډ نه غېر رسائي وركول پكار ده ٬ دغسې جې دوي چرته هم وي چې د خلقو مرسته وكړي ٬ ده ووئېل وسله وال لوټ مار بحران لا زيات كړے ٬ په سوئېلي غزه كښې په تېرو دريو وڅرځو كښې دوو پیښو كښې د رسد په درځونو ټركونه په نخښه كړے شول ٬ دا پیښې نه يوازې د زيات ضرورت لرونكې امداد شتوالے كموي بلكې مرستياله كاركنان هم د سختو خطرو سره مخ كوي۔ ملګرو ملتونو په ټولو ډلو زور راوړے چې د وګړو تحفظ او د مرستې ترسيل باوري كولو لپاره د بشري اصولو احترام وكړي ٬ څنګه چې بحران زياتېږي نړيوالې ورورولۍ له د زياتېدونكو ضروريات تر سره كولو لپاره تر ټولو زيات د كمزورو خلقو حفاظت له په بيړه كار كول غواړي۔









