تهران 31 دسمبر(اے پي پي)ايران په سوريه كښې يو ځل بيا د ټول شموله حكومت جوړولو غوښتنه كړې ده ۔ د العربيه اردو له مخې د ايران خارجه وزير عباس عراقچي تېره ورځ خپل عماني همڅنګ بدر البوسعيدي سره شريك پرېس كنفرنس په مهال ووئېل مونږ د يو داسې حكومت جوړولو غوښتنه كوو چې پكښې د سوريه ټولي ډلي شاملې وي۔ده د سلامتيا او استحكام په ځاے ساتلو سره سره …
ايران په سوريه كښې د ټول شموله حكومت غوښتنه وكړه

مزید خبریں
تهران 31 دسمبر(اے پي پي)ايران په سوريه كښې يو ځل بيا د ټول شموله حكومت جوړولو غوښتنه كړې ده ۔ د العربيه اردو له مخې د ايران خارجه وزير عباس عراقچي تېره ورځ خپل عماني همڅنګ بدر البوسعيدي سره شريك پرېس كنفرنس په مهال ووئېل مونږ د يو داسې حكومت جوړولو غوښتنه كوو چې پكښې د سوريه ټولي ډلي شاملې وي۔ده د سلامتيا او استحكام په ځاے ساتلو سره سره د سوريې سيمه ايزې سلامتيا او خپلواكۍ او د تقسيم مسترد كولو په اهميت هم زور راوړو ۔ده د سوريې كورنيو چارو كښې په عدم مداخلت زور راوړو۔ده په عبوري انتظاميه زور راوړو چې د ټولو قامونو او ډلو احترام وكړي او د هغوي د حقونو ضمانت وركړي۔ده د سوريې د خاروې نه د اسرائيل قبضې ختمولو غوښتنه هم وكړه ۔









