سعودي عرب د مسجد اقصې په كمپاونډ د اسرائيلي آباد كارو د بريد غندنه وكړه

رياض۔30 دشمبر (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزارت د اسرائيلي سكېورټي فورسز او د پولسي په حفاظت كښې د مسجد اقصې په كمپاونډ كښې د اسرائيلي آبدكارو د بريد سخته غندنه كړې ده ۔ د ايس پي اے تر مخه د سعودي خارجه وزارت جاري بيان كښې د اسرائيل د اړخه د نړيوال قوانين د پرله پسې خلاف ورزو او د مسجد اقصې په تقدس د كېدونكو متواتر …

رياض۔30 دشمبر (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزارت د اسرائيلي سكېورټي فورسز او د پولسي په حفاظت كښې د مسجد اقصې په كمپاونډ كښې د اسرائيلي آبدكارو د بريد سخته غندنه كړې ده ۔ د ايس پي اے تر مخه د سعودي خارجه وزارت جاري بيان كښې د اسرائيل د اړخه د نړيوال قوانين د پرله پسې خلاف ورزو او د مسجد اقصې په تقدس د كېدونكو متواتر بريدونو سخته غندنه كړې ده ۔ د سعودي عرب بيان كښې د نړيالې ورورولۍ څخه غوښتنه شوې چې هغوي قابض اسرائيلي چارواكي د اسلامي مقامات او فلسطين كښې د بے ګناه وګرو خلاف د روانو سنګينو خلاف ورزو په بابله ځواب وركونكې وګرځوي۔