چین د امريكې پخواني صدر جمي کارټر په مړينه غمرازي ښكاره كړه

بیجنګ 30 دسمبر (اے پي پي) چین د امريكې پخواني صدر جمی کارټر په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔جمی کارټر 100 كاله عمر كښې د اتوار په ورځ په (29 دسمبر ) مړ شوے ؤ۔د فرانس خبر رسني اداې اے اېف پي له مخې د چين خارجه وزارت وياند ماؤ ننګ د ګل په ورځ باقاعدہ پرېس کنفرنس ته وينا كښې ووئيل د امريكې پخوانې صدر جمی کارټر د چین …

بیجنګ 30 دسمبر (اے پي پي) چین د امريكې پخواني صدر جمی کارټر په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔جمی کارټر 100 كاله عمر كښې د اتوار په ورځ په (29 دسمبر ) مړ شوے ؤ۔د فرانس خبر رسني اداې اے اېف پي له مخې د چين خارجه وزارت وياند ماؤ ننګ د ګل په ورځ باقاعدہ پرېس کنفرنس ته وينا كښې ووئيل د امريكې پخوانې صدر جمی کارټر د چین او امریکا ترمينځه سفارتي اړيكو جوړولو ته وده وركونكے او په دې اړه پريكړه كونكے ؤ۔ده ووئيل جمي کارټر د ډېرې مودي راهسې د چین۔امریکا اړيكو پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا تبادلو او مرستي ته ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كړے ؤ۔ ده ووئيل مونږ د هغه په مړينه غمرازي ښكاره كوو۔دا خبره دې ياده وي چې جمي کارټر د 1977 نه تر 1981 د امریکا 39م صدر په حيث خدمات ترسره كړې وو ۔