بون 30 دسمبر (اے پي پي) په كال 2024 كښې په ټوله نړۍ كښې د كډوالو شميره 12 كروړه څخه زياته شوې ده ۔وام له مخې د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې ووئيل په كال 2024 كښې د كډوالو شميره 12 كروړه 20 لكهه څخه زياته شوې، كومه چې د تير كال څخه زياته ده۔یو این ایچ سي آر المان كښې د پارټنر كلن رپورټ له مخې په كال 2023 …
په كال 2024 كښې په ټوله نړۍ كښې د كډوالو شميره 12 كروړه څخه زياته شوې

مزید خبریں
بون 30 دسمبر (اے پي پي) په كال 2024 كښې په ټوله نړۍ كښې د كډوالو شميره 12 كروړه څخه زياته شوې ده ۔وام له مخې د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې ووئيل په كال 2024 كښې د كډوالو شميره 12 كروړه 20 لكهه څخه زياته شوې، كومه چې د تير كال څخه زياته ده۔یو این ایچ سي آر المان كښې د پارټنر كلن رپورټ له مخې په كال 2023 كښې د نړيوالو كډوالو شميره 11 كروړه 74 لكهه وه۔د دې اضافې بنیادي وجه سوډان كښې د رواني كورنۍ جهګړې له امله په لويه توګه بے كوره شوي كسان دي۔رپورټ كښې دا هم وئيلي شوې اپریل 2023 كښې سوډان كښې تشدد زياتيدو نه پس يو كروړ 18 لكهه څخه زيات كسان په كډه كولو مجبور شوي ۔دې نه ځانله كانګو او میانمار كښې حالاتو هم د كډوالو شميره زياتيدو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ دې نه ځانله غزہ او لبنان كښې د روانو شخړو په وجه 17 لكهه څخه زيات كسان په كډه كولو مجبور شوي دي ۔









