منیلا 30 دسمبر (اے پي پي) فلپائن كښې د 5.6 شدت زلزله راغلې خو د زلزلې له امله په سمدتي توګه د كوم مالي يا ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوي۔د خبر رسني ادارې وام له مخې د فلپائن لوزون سيمه كښې د ګل په ورځ د 5.6 شدت زلزله راغلې۔ د المان ریسرچ سینټر فار جیو سائنسز له مخې د زلزلې مركز په زمكه كښې 10 كلومیټره (6.2 …
فلپائن كښې د 5.6 شدت زلزله ، د آفټر شاكس امكان

مزید خبریں
منیلا 30 دسمبر (اے پي پي) فلپائن كښې د 5.6 شدت زلزله راغلې خو د زلزلې له امله په سمدتي توګه د كوم مالي يا ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوي۔د خبر رسني ادارې وام له مخې د فلپائن لوزون سيمه كښې د ګل په ورځ د 5.6 شدت زلزله راغلې۔ د المان ریسرچ سینټر فار جیو سائنسز له مخې د زلزلې مركز په زمكه كښې 10 كلومیټره (6.2 میل) ژور ؤ ۔د فلپائن زلزله پیمائی ادارې فیوولكس ووئيل زلزله شمالي ښار بنګوئی كښې د كوم چې ولايت ایلوكوس دے محسوس شوې ده۔د ادارې له مخې د زلزلې له امله كوم ځاني يا مالي زيان نه دې شوے ٬ د زلزلې په نتيجه كښې د آفټرشاكس امكان هم شته ۔









