په ایتھوپیا كښې د مسافرو ټرك درياب ته د پريوتو پيښه ٬ 60 كسان مړه

ادیس ابابا۔30 دسمبر(اے پی پی) د ایتھوپیا په سوئيلي سيمه سداما كښې يوه ترافيكي پېښه كښې 60 څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د شنهوا له مخې دا پېښه پلازمينه اديس ابابا څخه 300 كلوميټره لرې سوئيلي سيمه كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د مسافر وړونكے يو ټرك ګالانا درياب ته پرېوتو۔ په پېښه كښې د ژوندي بچ شوو 4 كسانو په نزدې روغتونونو كښې درملنې روانې …

ادیس ابابا۔30 دسمبر(اے پی پی) د ایتھوپیا په سوئيلي سيمه سداما كښې يوه ترافيكي پېښه كښې 60 څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د شنهوا له مخې دا پېښه پلازمينه اديس ابابا څخه 300 كلوميټره لرې سوئيلي سيمه كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د مسافر وړونكے يو ټرك ګالانا درياب ته پرېوتو۔ په پېښه كښې د ژوندي بچ شوو 4 كسانو په نزدې روغتونونو كښې درملنې روانې دي۔ په ایتھوپیا كښې ترافيكي پېښې عامې دي چې په سببونو كښې يۍ د سړكونو خراب صورتحال ٬ تندر رفتاره ډرائيونګ او د لائسنسنګ ناقص نظام شامل دے۔