په سوئيلي كوريا كښې د الوتكې پيښه ٬ 85 كسان مړه شول

سیئول۔29دسمبر(اے پی پی) د سوئيلي كوريا په موآن نړيوال هوائي ډګر مسافر اوړونكې الوتكه په رن وے كوزېدو څخه وروستو حفاظتي دېوال سره ټكر شوه چې نتيجه كښې يۍ 85 كسان مړه شول ۔ د اردو نیوز له مخې د سوئيلي كوريا په سوئيلي لوئيديز ښار موآن كښې د مسافر اوړونكې الوتكې د لېنډنګ په مهال پېښې سره د مخ كېدو له امله 85 كسان مړه شوي دي۔ د سوئيلي …

سیئول۔29دسمبر(اے پی پی) د سوئيلي كوريا په موآن نړيوال هوائي ډګر مسافر اوړونكې الوتكه په رن وے كوزېدو څخه وروستو حفاظتي دېوال سره ټكر شوه چې نتيجه كښې يۍ 85 كسان مړه شول ۔ د اردو نیوز له مخې د سوئيلي كوريا په سوئيلي لوئيديز ښار موآن كښې د مسافر اوړونكې الوتكې د لېنډنګ په مهال پېښې سره د مخ كېدو له امله 85 كسان مړه شوي دي۔ د سوئيلي كوريا د ټرانسپورټ وزير خپل بيان كښې وئيلي چې دا پېښه د اتوار په ورځ هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د جیجو ایئر پرواز سی 22167 د تھائی لېنډ پلازمينې بنكاك څخه 175 مسافر او د عملې 6 غړو سره د ځايي وخت له مخې سهار 9 بجې د هېواد سوئيلي سيمې په هوائي ډګر لېنډنګ كولو۔ د فائر بریګېډ اهلکار وئيلي چې 33 مړي راويستلې شوي دي خو دا شمېره حتمي نه ده۔ د سوئيلي كوريا نيوز ايجنسۍ يونهاپ خپل رپورټ كښې وئيلي چې درې كسان بچ كړې شوي دي۔ د ایئرپورټ اهلكار وئيلي چې مونږ د الوتكې په وروستۍ برخه كښې د موجود كسانو بچ كولو له كارروائيو كښې بوخت يؤ۔ د سوئيلي كوريا د لنډ مهاله صدر سانګ موك دفتر څخه جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي حكومت د هر ډول ممكنه كارروايۍ كولو امر كړے دے۔ د لنډ مهاله صدر چيف سټاف بېړنۍ غونډه رابللې ده۔ د جیجو ایئرلائن وياند وېنا ده چې د ایئرلائن د رپورټس كره كتنه كولې شي۔