د روس او ايران په شراكتدارۍ لوظ نامه به په 17 مه جنورۍ لاس ليك كېږي۔د ايران سفير

ماسكو 27دسمبر(اے پی پی)ايران وئېلي دي د روس او ايران ترمينځه راتلونكې كال په 17 جنورۍ به ماسكو كښې د دواړو هېوادونو د صدرانو ملاقات كښې په جامع اسټريټجك شراكتدارۍ لوظ نامه لاس ليك كولې شي۔دا خبره په ماسكو كښې د ايران سفير كاظم جلالي كړې۔د روس خبري اژانس تاس له مخې ماسكو كښې د ايران سفارت پرېس دفتر د سفير تر مخه ووئېل د ايران صدر مسعود پزشكيان به …

ماسكو 27دسمبر(اے پی پی)ايران وئېلي دي د روس او ايران ترمينځه راتلونكې كال په 17 جنورۍ به ماسكو كښې د دواړو هېوادونو د صدرانو ملاقات كښې په جامع اسټريټجك شراكتدارۍ لوظ نامه لاس ليك كولې شي۔دا خبره په ماسكو كښې د ايران سفير كاظم جلالي كړې۔د روس خبري اژانس تاس له مخې ماسكو كښې د ايران سفارت پرېس دفتر د سفير تر مخه ووئېل د ايران صدر مسعود پزشكيان به د جنورۍ په 17 مه نېټه د روس دوره كوي او د روس او ايران صدر به دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې په لوظ نامو لاس ليك كوي۔روسيې صدر ولاديمير پيوټن د دسمبر په څلورمه نېټه وئېلي وو هيله لرو چې د ايران صدر مسعودپزشکیان به د روس راتلونكې دورې په مهال تهران سره په يوه نوې بنيادي لوظ نامه لاس وكړے شي۔