تركيه٬ په كارخانه كښې د چاؤدنې پېښه٬ 13 مړه٬ څلور ژوبل

انقره 24دسمبر(اے پی پی) د تركيه د شمالي لويديز باليكيسر صوبې په كريسي ضلع كښې د چاؤدېدونكو توكو په كارخانه كښې د چاؤدنې پېښې له امله 13 تنه مړه او 4 ژوبل شوي۔ د شنهوا له مخې رپورټ كښې وئېلي شوي دي چې د تركيې داخله وزير علي پرليكايا وئېلي چې ايمرجنسي رسپانس ډله په صورتحال قابو مومي او ژوبل شويو ته طبي مرسته وركولې شي۔ د باليكيسر ميئر احمد …

انقره 24دسمبر(اے پی پی) د تركيه د شمالي لويديز باليكيسر صوبې په كريسي ضلع كښې د چاؤدېدونكو توكو په كارخانه كښې د چاؤدنې پېښې له امله 13 تنه مړه او 4 ژوبل شوي۔ د شنهوا له مخې رپورټ كښې وئېلي شوي دي چې د تركيې داخله وزير علي پرليكايا وئېلي چې ايمرجنسي رسپانس ډله په صورتحال قابو مومي او ژوبل شويو ته طبي مرسته وركولې شي۔ د باليكيسر ميئر احمد اكين وئېلي دي چې چاؤدنې څخه وروستو ټول په حفاظت سره بهر راويستلې شوي او د تخريب كارۍ كوم ثبوت نه دې ترلاسه شوې۔ د انصاف وزير يلمازتنك په اېكس وئېلي دي چې چارواكو د چاؤدنې سبب معلومولو له بشپړه پلټنې پېل كړي دي