ابوظهبی ۔23دسمبر(اے پی پی) متحدہ عرب امارات څخه د مرستې سامان نورې درې قافلې د رفح بارډر كراسنګ د لارې د غزه پټۍ ته ورسېدې۔ د اردو نیوز له مخې دا اقدام د متحده عرب امارات لخوا د روانو بشري هڅو برخه ده چې مقصد يۍ د روانې وضعې په مهال د فلسطيني اولس مرسته كول دي۔ غزه ته رسېدونكې د مرستې سامان قافلې په 30 ټركونو مشتملې دي په …
متحده عرب امارات څخه درې نورې د مرستې قافلې د رفح كراسنګ د لارې غزه ته ورسېدې

مزید خبریں
ابوظهبی ۔23دسمبر(اے پی پی) متحدہ عرب امارات څخه د مرستې سامان نورې درې قافلې د رفح بارډر كراسنګ د لارې د غزه پټۍ ته ورسېدې۔ د اردو نیوز له مخې دا اقدام د متحده عرب امارات لخوا د روانو بشري هڅو برخه ده چې مقصد يۍ د روانې وضعې په مهال د فلسطيني اولس مرسته كول دي۔ غزه ته رسېدونكې د مرستې سامان قافلې په 30 ټركونو مشتملې دي په كومو كښې چې 495.1 ټن څخه زيات د مرستې سامان موجود دے۔ په دې سامان كښې خوراك ٬ د يخنۍ موسم جامې او نور ضروري څيزونه موجود دي۔ د امارات لخوا غزه ته دلېږلې شوو قافلو شمېره 144 ته رسېدلې ده په كومو كښې چې يو زر 237 ټركونه شامل وو۔ تر دې دمه متحده عرب امارات د زمكې د لارې 28 زره ټنه څخه زيات د مرستې سامان غزه ته لېږلے دے۔ د دې اقدام مقصد د بې كوره فلسطيني كورنيو ستونزې كمول دي









