د چين صدر موزمبيق كښې د سمندري طوفان له امله په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه

بيجنګ 21 دسمبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ د موزمبيق صدر فلپ جيسنټو نيوسي په نامه يو پيغام كښې په موزمبيق كښې سمندري طوفان چيډو له امله په شوي مالي او ځاني زيان د افسوس څرګندونه كرې ده۔ د چين ميډيا ګروپ له مخې د موزمبيق صدر په نا مه خپل پيغام كښې صدر پنګ ووئيل د سمندري طوفان چيډو له امله د شوي ځاني او …

بيجنګ 21 دسمبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ د موزمبيق صدر فلپ جيسنټو نيوسي په نامه يو پيغام كښې په موزمبيق كښې سمندري طوفان چيډو له امله په شوي مالي او ځاني زيان د افسوس څرګندونه كرې ده۔ د چين ميډيا ګروپ له مخې د موزمبيق صدر په نا مه خپل پيغام كښې صدر پنګ ووئيل د سمندري طوفان چيډو له امله د شوي ځاني او مالي زيان اوريدلو سره دړديدلي يو۔ده د چين حکومت او اولس د اړخه د مړو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔د چين صدر ووئيل په دې سخت وخت كښې د چين اولس او د موزمبيق اولس يو بل سره ولاړ دې، چين د آفت نه پس تعمير نو لپاره هر ممكن مرستي له چمتو دے۔