نیو یارک۔19دسمبر(اے پی پی) په هند او پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ملټري آبزرور ګروپ (یو اېن اېم او جی آئی پی) نومي ټاكلي شوي مشر مېجر جنرل رامون ګارډډو سانچز په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم سره د نيويارك په نړيواله اداره كښې پاكستان مشن كښې ملاقات وكړو۔ د یو اېن اېم او جی آئی پی مشر خپلې نوې ذمه وارۍ سنبالولو له پاكستان ته …
د ملګرو ملتونو د ملټري آبزرور ګروپ نوي ټاكلي شوي مشر سفير منير اكرم سره ملاقات

مزید خبریں
نیو یارک۔19دسمبر(اے پی پی) په هند او پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ملټري آبزرور ګروپ (یو اېن اېم او جی آئی پی) نومي ټاكلي شوي مشر مېجر جنرل رامون ګارډډو سانچز په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم سره د نيويارك په نړيواله اداره كښې پاكستان مشن كښې ملاقات وكړو۔ د یو اېن اېم او جی آئی پی مشر خپلې نوې ذمه وارۍ سنبالولو له پاكستان ته روانېدو څخه وړاندې پاكستاني استازي سره ملاقات وكړو او هغه سره يۍ د خپل ګروپ مېنډېټ سره سره په نورو لاجسټك او آپرېشنل تفصيلاتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ یو اېن اېم او جی آئی د ملګرو ملتونو په پخوانو مشنز كښې شمېرلے شي كوم چې په جنوری كال 1949 كښې په رياست جموں وكشمير كښې د هند او پاكستان ترمينځه د جنګ بندۍ نګرانۍ لپاره مقرر كړے شوے ؤ۔ په پېنډۍ كښې دا ګروپ په 44 پوځي مبصرينو او 75 نړيوالو سویلین اهلکارو مشتمل دے۔ پاکستانی مندوب منیر اکرم د یو اېن اېم او جی آئی پی مشر په توګه تعينات كېدو میکسیکو سره تعلق لرونكي مېجر جنرل رامون ګارډډو سانچیز لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه









