تهران 18دسمبر(اے پی پی)د ايران صدر مسعود پزشکیان د اسلامي هېوادونو ډلې ډي 8 مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره (نن)مصر ته ځي۔العربيه د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي په اړه ووئېل صدر مسعود پزشكيان(نن)مصر كښې د لويو اسلامي هېوادونو مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔د يوې لسيزې څخه زياته موده كښې دا د كوم ايراني صدر د مصر وړومبۍ دوره ده۔مصر ډي ايټ مشرانو غونډې كوربتوب كوي چې پكښې بنګله …
د ايران صدر د ډي ايټ سر مشريزه غونډه كښې ګډون لپاره (نن)مصر ته ځي

مزید خبریں
تهران 18دسمبر(اے پی پی)د ايران صدر مسعود پزشکیان د اسلامي هېوادونو ډلې ډي 8 مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره (نن)مصر ته ځي۔العربيه د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي په اړه ووئېل صدر مسعود پزشكيان(نن)مصر كښې د لويو اسلامي هېوادونو مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔د يوې لسيزې څخه زياته موده كښې دا د كوم ايراني صدر د مصر وړومبۍ دوره ده۔مصر ډي ايټ مشرانو غونډې كوربتوب كوي چې پكښې بنګله دېش٬انډونېزيا٬ملائېشيا٬نائيجيريا٬پاكستان او تركيه هم شامل دي۔د يادونې وړ ده اوسنو لسيزو كښې د مصر او ايران ترمينځه اړيكې پيچلې پاتې شوي خو تېر كال د غزه بحران رامخې ته كېدو نه پس دواړو هېوادونو د اعلٰی كچ سفارتي روابط زيات كړي ځكه چې مصر په دې معامله د ثالثۍ كردار ادا كوي۔د دې څخه وړاندې د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د مصر چارواكو سره په سيمه ايزو مسئلو خبرو لپاره اكتوبر كښې د مصر سفر كړے ؤ او د مصر هم څنګ بدر عبدالعاطي د جولائي په پېل كښې د پزشكيان صدارت چوكۍ سنبهالولو دستوره كښې هم ګډون كړے ؤ









