د سعودي خارجه وزير اردن كښې د عرب وزارتي رابطه كمېټۍ په غونډه كښې ګډون

رياض 15 دسمبر (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د اردن عقبه ښار كښې د سوريه په اړه د عرب وزارتي رابطه كمېټۍ خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون وكړو۔اېس پي اے له مخې عقبه ښار كښې د سوريه په اړه د عرب وزارتي رابطه كمېټۍ خارجه وزيرانو غونډه كښې د سعودي خارجه وزير د امريكا، تركيه، اروپائي ائتلاف او عرب هېوادونو اعليٰ عهديدارو …

رياض 15 دسمبر (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د اردن عقبه ښار كښې د سوريه په اړه د عرب وزارتي رابطه كمېټۍ خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون وكړو۔اېس پي اے له مخې عقبه ښار كښې د سوريه په اړه د عرب وزارتي رابطه كمېټۍ خارجه وزيرانو غونډه كښې د سعودي خارجه وزير د امريكا، تركيه، اروپائي ائتلاف او عرب هېوادونو اعليٰ عهديدارو سره د صدر بشار الاسد معزولۍ نه پس د سوريه په صورتحال خبري اتري كړي۔عرب ليګ د سيوري لاندې شوي دې غونډه كښې د سعودي خارجه وزير د هېواد د پلاوي مشري وكړه،چې پكښې په پېښو چيلنجونو قابو موندلو لپاره د سوريه په قيادت كښې عبوري سياسي عمل په مرسته خبري اتري وشوي۔