جده 14 دسمبر (اے پي پي) اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) د غزه د كډوالو په کيمپ د اسرائيل په بريد كښې د 33 فلسطينيانو د شهادت غندنه وكړه۔اردو نيوز له مخې تنظيم په عربۍ ژبه كښې جاري شوې بيان كښې وئيلي چې دا عمل منظم ترهه كري او پرله پسې نسل کشي ګڼلې شي كوم چې د په فلسطين په اولس 14 مياشتو راهسې راروانه ده۔د اسرائيل پوځ …
د غزه په نصيرات کيمپ د اسرائيل بريد،د او آئي سي غندنه

مزید خبریں
جده 14 دسمبر (اے پي پي) اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) د غزه د كډوالو په کيمپ د اسرائيل په بريد كښې د 33 فلسطينيانو د شهادت غندنه وكړه۔اردو نيوز له مخې تنظيم په عربۍ ژبه كښې جاري شوې بيان كښې وئيلي چې دا عمل منظم ترهه كري او پرله پسې نسل کشي ګڼلې شي كوم چې د په فلسطين په اولس 14 مياشتو راهسې راروانه ده۔د اسرائيل پوځ دا بريد په نصيرات سيمه كښې په يو داسې کيمپ كړې كوم چې د پوسټ آفس په ودانۍ كښې جوړ شوې ؤ،او آئي سي دا پوځي کارروائي يوه ناوړه كاروائي وګرځوله۔د اسرائيل پوح په سيمه كشې وړاندې هم د كډوالو په کيمپونو فضائي بريدونه كړي چې پكښې ګڼ شمير وګړي په نښه شوي۔د غزه د روغتيا محکمې چاروكاو ووئيل تيرو 14 مياشتو راهسې د اسرائيل په بريدونو كښې 44 زره 875 كسان شهيدان شوي چې پكښې زياتره ميرمني او ماشومان شامل دي۔









