غزہ ۔12 دسمبر(اے پی پی) په غزه د اسرائيل په تازه بريدونو كښې د مرستې سامان وړونكو ټركونو په حفاظت مامور 12 فلسطيني محافظ شهيد شوي دي۔ د اے اېف پي له مخې د غزه سول ډيفنس ايجنسۍ وئيلي دي چې د زيارت په سهار د اسرائيلي فضائي بريدونو په نتيجه كښې 12 فلسطيني ګارډز شهيد شول كوم چې د سيمې سوئيلي برخو ته د مرستې سامان اوړونكو ټركونو په …
د اسرائيلي هوائي پوځ په غزه بريدونه ٬ د مرستې ټركونو په حفاظت مامور 12 فلسطيني محافظ شهيد ٬ د كوچنيانو په شمول 30 كسان ژوبل

مزید خبریں
غزہ ۔12 دسمبر(اے پی پی) په غزه د اسرائيل په تازه بريدونو كښې د مرستې سامان وړونكو ټركونو په حفاظت مامور 12 فلسطيني محافظ شهيد شوي دي۔ د اے اېف پي له مخې د غزه سول ډيفنس ايجنسۍ وئيلي دي چې د زيارت په سهار د اسرائيلي فضائي بريدونو په نتيجه كښې 12 فلسطيني ګارډز شهيد شول كوم چې د سيمې سوئيلي برخو ته د مرستې سامان اوړونكو ټركونو په حفاظت مامور وو۔ د ایجنسۍ وياند اېم بسال وئيلي چې په رفح كښې په يو بريد كښې 7 محافظ او په يو بل بريد كښې په خان يونس كښې 5 محافظ شهيدان شول۔ ده ووئيل په دې بريدونو كښې نزدې 30 كسان ژوبل شوې هم دي په كومو كښې چې زياتره ماشومان دي۔ باسل د فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ايجنسۍ حواله وركولو سره ووئيل اوړه وړونكي ټركونه د یو اېن آر ډبلیو اے ګودامونو پلو روان وو۔ اسرائیلی پوځ د دې دواړو بريدونو په اړه د پوښتلې شوو پوښتنو په فوري توګه كوم ځواب نه دے وركړے۔









