ریاض۔11دسمبر(اے پی پی) د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان سره د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو ټېلېفوني تماس نيولے۔ د اېس پي اے له مخې د ټېلېفوني تماس په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو په ټولو اړخونو او بېلو څانګو كښې دا مضبوطولو له د تګلارو جاج واغستلے شو۔ دواړو لارښودو په سوريه ٬ غزه او فلسطيني سيمو كښې د روانې وضعې په شمول د …
سعودي ولي عهد سره د کينيډین وزیراعظم ټيليفوني تماس ٬ د سوريه او غزه په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
ریاض۔11دسمبر(اے پی پی) د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان سره د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو ټېلېفوني تماس نيولے۔ د اېس پي اے له مخې د ټېلېفوني تماس په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو په ټولو اړخونو او بېلو څانګو كښې دا مضبوطولو له د تګلارو جاج واغستلے شو۔ دواړو لارښودو په سوريه ٬ غزه او فلسطيني سيمو كښې د روانې وضعې په شمول د شريكې خوښې په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دې سره سره دوئي منطقه كښې د تاؤ تريخوالي كمولو او د سولې او ثبات په ځاے كولو له د روانو هڅو د ملاتړ په اهميت هم زور راوړو۔









