هند ٬ په اترپرديش كښې يو بل تاريخي جومات شهيد كړے شو

لکھنو۔11دسمبر (اے پی پی)د هند د اترپردېش ایالت په فتح پور ولسوالۍ کښې چارواکو ۱۸۰ کلن پخوانے جامع مسجد د كومې قضيه چې په محكمه كښې روانه وه شهيد كړو۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په لالوي قصبه كښې دغه جومات په سركاري زمكو تجاوزاتو سره د اړوند نوټس څخه وروستو د بلډوزر كارروايۍ سره مخ كړے شو۔ د جومات له شهيد كېدو وروستو په ځايي اوسېدونكو كښې زيات …

لکھنو۔11دسمبر (اے پی پی)د هند د اترپردېش ایالت په فتح پور ولسوالۍ کښې چارواکو ۱۸۰ کلن پخوانے جامع مسجد د كومې قضيه چې په محكمه كښې روانه وه شهيد كړو۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په لالوي قصبه كښې دغه جومات په سركاري زمكو تجاوزاتو سره د اړوند نوټس څخه وروستو د بلډوزر كارروايۍ سره مخ كړے شو۔ د جومات له شهيد كېدو وروستو په ځايي اوسېدونكو كښې زيات غم او غصه ليدلې شي كوم چې دغه جومات د يو مهم كلتوري او مذهبي علامت په توګه ليدلو۔ مظاهرچيانو وئيلي چې حكومت كلتوري ورثې ته زيان رسولې۔ دې پېښې سره د پرمختګ او د تاريخي ځايونو د پرمختګ ترمينځه توازان په اړه اندېښنه رامخې ته شوې ده۔ په خاص توګه د اترپردېش يوګي آدتيه ناتھ حكومت په ګرد ايالت كښی د جوماتونو او مدرسو ړنګ كولو د لاسه سختو ټكونه سره مخ دے۔ په ايالت كښې 50 څخه زيات جوماتونو ٬ مدرسو او اسلامي يادګارونو ته دا مهال د رڼګ كېدو خطر پېښه ده٬ د ځيني جوماتونو انتظامي كمېټۍ د خپلې ورثې بچ كولو له په عدالتي جګړو كښې بوختې دي۔